ورزش

نجیب ځدران پي ایس ایل کې لومړۍ نیمه سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه چپ لاسي توپ وهونکي نجیب ځدران په پاکستان سوپر لیګ کې خپله لومړۍ نیمه سلیزه بشپړه کړه.

نجیب ځدران چې په یاد لیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې له لوري لوبیږي په خپله دوهمه لوبه کې ۷۱ چټکې منډې وکړې، نوموړي ۴۲ توپونه ولوبول، ۴ یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې ووهلې. دغه راز یې د بابر اعظم سره ګډې ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

د نجیب ځدران غوره کارکردګۍ د کراچي کینګز لوبډله د اسلام اباد یونیټډ پر وړاندې له ماتې ونه ژغورله او د ۸ ویکټو په توپیر یې ماتې ومنله.

کراچي کینګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۰ منډې وکړې، ددوی له لوري بابر اعظم ۸۱ او نجیب ځدران ۷۱ زیاتې منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې د اسلام اباد لوبډلې د نیوزیلاندي کولن مونرو په مرسته چټک پېل وکړ، او ټاکلی هدف یې په ۱۹م اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ. ددوی له لوري کولن مونرو ۸۸ او افتخار احمد ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

باید وویل شي چې د نجیب ځدران لوبډله اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ په جدول کې څلورم مقام لري، خو اسلام اباد لوبډله له ۸ لوبو څخه په ۶ بریاو، له لاهور قلندرز وړاندې لومړی مقام لري.

نجیب ځدران د راشد خان، ظاهر خان او رحمان الله ګربز تر څنګ یو له هغو افغان لوبغاړو څخه دی چې په لومړي وار یې په پاکستان سوپر لیګ ګې ګډون کړی دی.

له دې وړاندې راشد خان په پرلپسې دوه لوبو کې خپلې لوبډلې لاهور قلندرز ته دوه بریاوې راوړي او دوه واره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x