د نن سرلیکنه

طالبان د نیول شویو سیمو لپاره څه پروګرام لري؟

نن ټکی اسيا سرليکنه

په تیرو څو اونیو کې طالبانو تر۲۵ زیاتې ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې او دا شمیره ورځ په ورځ لوړیږیږي.

دا ښکاره خبره ده چې دا شمیر زیاتې ولسوالۍ د مساحت او جغرافیې له لحاظه پراخه سیمه ده چې ډیر شمیر وګړي ورکې ژوند کوي.

سره له دې چې دا سیمې اوس هم د جګړې ساحه ګڼل کیږي خو دلته پراته ولسونه بیاهم پرامنیت سربیره اداري، صحي او تعلیمي خدماتو ته ضرورت لري.

داچې یادې سیمي طالبانو د کابل ادارې له ولکې ایستلۍ نو اوس همدوئ د دغو سیمو د خلګو د اهمو ضرورتونو د پوره کولو مسؤلیت لري.

طالبان که څه هم چې په اداري لحاظ د هرولایت او ولسوالۍ لپاره خپل تشکیلات لري خو دوی باید اوس عملا دا ثابته کړي چې دوئ د خپلوهماغو تشکیلاتو له مخې په نیول شویو سیمو کې د خلګو امنیتي ، اداري، روغتیايي، تعلیمي او … اړتیاوې پوره کوي.

په حقیقت کې د سیمو او ولسوالیو نیونه د طالبانو لپاره یولوی آزمایښت دی.
ځکه تر اوسه که دلته هرڅه تر سره کیدل پړه یې د کابل ادارې په غاړه وه.

خو اوس به په ټولو همدې مفتوحه سیموکې د هرې منفي او مثبتې پیښې مسؤلیت طالبانو ته راجع وي.

که طالبان و کړای شي د ولس له غوښتنو سره سم د یوې ولسوالۍ اداره په مطلوب ډول تر سره کړای شي نو بیا به ولس ورڅخه د ولایت د سمې رهبرۍ تمه هم کولای شي.

او که د ولسوالۍ نیول صرف په دې کې خلاصه شي چې مخکي ورباندې دولتي وسله وال حاکم وو او اوس طالبان؛ دا بیا د ولس کوم درد نشي دواکولای او صرف پر سیمه باندې د وسله واکي معنی لري.

ځکه ولس له څلورو لسیزو راهیسي د جګړو او نا امنیو په اور کې سوځیدلی اوکړیدلی دی.
اوس داسې چاته ضرورت لري چې نور یې د جګړې له لمبو خلاص او په یوه سوله ییز ماحول کې ورته د أرام او هوسا ژوند آسانتیاوې چمتو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kamawal

talib de khudaya sharmidely aw nakam ghwarem
allah de da de Punjab ajeeraan sabah kee.
afghan fauz zende baad.sar lowareey dee wee afghan kumandooo.

Karwan

کامهواله، که خلکي او پرچمي ئي او که نشنليتست او سيکوار ئي، خو له ليکنو دداسي معلوميږي، چه نه اسلامي عقيده لري او نه دوطن ازادي ته کوم علاقه لري. البته دغني په غولامه اداره کي به څو دالر پيدا کوي او داسي خداي شرمولي عناصر هيځ وخت حقيقت نه مني او دالرو ړانده او کانه کړي دي. د طالبانو سره دالله ج نصرت دي او ملت ئي هم په ځنک کي ولاړدي او حقيقت دادي چه ۴۹ هيوادونو ته ئي ماتي ورکړه او اوس په مړو سترګو له افغانستان ځخه تښتي، اما ته نامرده دغه حقيقت هم نه مني!… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x