تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۲۹)- د ارګ په لور- د مرګ پر لار

شهرت ننګيال

د ارگ پر لور – د مرگ پر لار:
د مجددي د زړه په درزا کې له يوې خوا د کابل تخت پستو بالونو هنگامه جوړه کړې وه، له بلې خوا د حکمتیار د گواښ له امله يې مخې ته د مرگ وېروونکې هیولا درېدلې وه، مجددي او ورسره د سفر ملگرو يې چې د ورځې په شان دغه شپه هم د اقتدار په مینه کې رڼه تېره کړه ، سبا یې د ځمکې له لارې د کابل ارگ ته د تخت په هوس غېږه خلاصه کړه.

ارگ يا مرگا، تخت یا تخته…؟
مجددي له پېښوره د موټرو په يوه اوږده کتار کې په مزه مزه د سفر لار لنډوله، د اپریل پر ۲۷ مه د مجددي د سپرلۍ موټر د پاکستاني پولیسو د ځانگري گارد له خوا بدرگه کېده، د ISI مشر جنرال جاويد ناصر د تورخم په ځنځير ورته مخه ښه وويله، ثمرخېلو کې يې حاجي عبد القدیر سوړ هرکلی وکړ، همدلته دده سترگې د پاچاهۍ يوې تتې ځلا و برېښولې او په همدغه تته ځلا کې يې د كابل ارگ هر گوټ او د اقتدار ټول حلاوتونه او گردې ښکلاوې وڅکلې.

عبدالوكيل، عبدالواحد سرابي، جنرال نبي عظيمي او د پرچم ډلې يو شمېر غړو څرخي پله کې د مجددي هر کلي ته ولاړ وو، په دې توگه د قدرت د انتقال د ډارمې د لومړنۍ پردې تمثیل ترسره شو،
مجددي د ثور پر ۸مه د کابل له رژیم ظاهره واک ترلاسه کړ، ده له ځان سره لوړه پورته کړه، واک ښایي هاتف لېږدولی وي، خو ټوله پروسه کې د جنرال عظيمي رول جوت و.

د اپریل پر ۲۸مه له غرمې وروسته عبدالحمید محتاط د واک لېږد ته د نجيب الله پر ضد د کودتا مشهورې څېرې راټولي کړې، وېرې، اضطراب او وحشت پر څېرو اتڼ گډ کړی و، خو محتاط ډاډه و، ده هر يوه ته تسلا ورکوله، دوی ښایي مجددی ته د ښه راغلاست او د اسلام مجاهدينو ته د واک د انتقال په اړه غور او پاسته ټکي راټول کړي وي.

د بهرنيو چارو وزارت کې د واک د لېږد د ډرامې وروستۍ صحنه ده، عبد الحمید محتاط د ډرامې د دغه ټوک د پروډیوسر په توگه د پردې شاته ناست و، مجددي د ټوپکو په سیوري کې د ستوري ماڼۍ تالار ته ننوت، په ټاکلې چوکۍ کېناست، يوه اړخ ته يې عبد الواحد سرابي، بل ته فضل حق خالقیار و.

لومړۍ وینا د سرابي وه، بيا خالقیار، خليل ابوی، محمود حبيبي د اسلام مجاهدينو بریالیتوب او ښاغلي مجددي د واکمنۍ مبارکي وړاندې کړې، دوی حضرت مجددي د وتلي پروفيسور، اسلامي سکالر، د حق لاروی ستر مجاهد، روحاني لارښود… په ټکو او القابو ياد کړ، وينا د اسلامي نظام د ټينگښت، د مجاهدينو په بري او د حضرت صاحب د شخصیت، ژوند، مبارزې د درنښت په ځلاينه راټوله وه.

مجددی د احساساتو په توپاني څپو کې خپله وینا پیل کړه، کله فارسي، كله ماته گوډه کړکیچو پښتو او کله هم انگريزي او عربي، پر پنځو بجو ډرامه پای ته ورسېده.

په دې توگه د رامینځته شوي حکومت پوځي طاقت د دوستم او سیاسي طاقت د ببرک وگرځول شو. د ببرک پرچم د دوستم له جنگي قوت او د مسعود او جمعیت له جهادي صبغ د ګتې اخیستلو لار اواره کړه.

خاطره:
غلام سرور اخونزاده ظاهراً ډریور خو دننه عالم دی، هندوستان کې يې له ديوبند مدرسې د فضیلت دستار تړلی، خو له ملایۍ زړه توری دی. ژوند يې د موټر په ارابو چلاوه، د ده خپل منطق دی، پوخ منطق حیرانوونکی منطق…

دی له خپلې کورنۍ سره مهاجر و، د کمپ په خټينو کوټو کې يې ژوند تېراوه، خو کله هم په جهاد باوري نه شو، دده دا خبره لکه د کاڼي کرښه وخته…

داسې وخت به راشي چې د حضرت صاحب لمسي د محمود بریالي لور پارک کې ترلاس نیولې وي، يو بل ته به وایي:
چقه مردمای احمق بودند که بخاطر ما و این شعارها یکی دیگه اې خوده میکشتند.

ځینو کټر کمونستانو چې څو ورځې جوماتو کې د خلاصه کيداني او قدوري پاڼې اړولې وي له خپلو نومو سره مولوي ټکی ونښلاوه، د شوروي اتحاد راوړي بريليکونه یې را کوز او د دارالعلوم هغه وځړول.

راتلونکی عنوان:
له برخليک سره لوبې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x