افغانستان

ناټو د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندي ساتلو لپاره د مالي مرستو په دوام هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د ناټو سازمان د غړو هیوادونو مشرانو هوکړه کړې، چې له افغانستانه د پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت د خوندیتوب لپاره مرستې روانې ساتي.

دغه ناسته چې تېره ورځ په بروکسل کې رابلل شوې وه، د ناټو سازمان د دېرشو غړو هیوادونو مشرانو پکې برخه درلوده او په مهال یې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو سیمه ییز او نړیوالو موضوعاتو خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې خپاره شوي‌ پریکړه لیک کې راغلي، چې ناټو په افغانستان کې له دوو لسیزو وروسته خپل نظامي ماموریت پای ته رسوي، خو له افغانستان سره به اړیکې وساتي‌ او په کابل کې به یې یو ملکي‌ دفتر پر ځای پاتې وي، تر څو ډيپلوماټیک ماموریت مخته یوسي.

دې اعلامیه کې راغلي، چې ناټو د افغان عسکرو د مالي مرستې تر‌ څنګ د هغوی روزنه هم روانه ساتي او له افغانستان سره بشري او پراختیایي مرستې کوي.

د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت خوندي کول د ناټو د ډيپلوماټیک ماموریت د دوام او له افغانستان سره د نړۍ د اړیکو د نه غوڅېدو په برخه کې مهم بلل شوي‌، چې د اعلامیې له مخې، ناټو یې د امنیت نیولو‌ پریکړه کړې.

یاده دې وي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له دوام سره جوخت د کابل هوايي ډګر د امنیت د خوندي ساتلو موضوع په یوه تر ټولو مطرح کېدونکي بحث بدله شوې.

ترکیه وایي، که د امریکا او ناټو مالي‌ مرستې وي، نو چمتو ده د کابل هوايي‌ ډګر د امنیت د خوندي ساتلو په موخه په افغانستان کې پوځيان وساتي.

بل لور ته طالبان بیا ټینګار لري، چې ترکیه کې دې خپل عسکر د دوحې تړون له مخې له افغانستانه وباسي.

دوی ګواښ کوي، چې د بهرنیو‌ پوځيانو په وړاندې ودرېږې او هر هیواد که خپل پوځيان په افغانستان کې پرېږدي، نو د «اشغالګرو» په سترګه به ورته وکتل شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx