شعـــــرونه

د اغیار لاسونه/خدرخېل

جانان خدرخېل

په نا مردۍ دې را اوږدۀ کړل د اغیار لاسونه
وخته حالاتو مې تړلي و تیار لاسونه

ښه که دا تۀ زما پر ځای شې وایه څۀ به کوې؟
چې دې ګرېوان ته په یو ځل درشي کتار لاسونه

د ځنکدن سختي مې ستا په انتظار تېره کړه
راشه په سترګو راته کېږده په کرار لاسونه

عجبستان دی د غرۀ امر ښار کې وچلېدۀ
خو لا تر غرونو پورې نۀ رسي د ښار لاسونه

تۀ چې تر څو د جهل پلار یې یاره پاک به نشي
که د زمزم په اوبو ومینځې مردار لاسونه

تۀ به ولاړ یې او په پوزه کې به ګوتې وهې
رقیبه! ما به اچولي وي په یار لاسونه

د جهنم اور “خدرخېله” په هغو حرام دی
چا چې ښکل کړي د مور پښې وي او د پلار لاسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x