شعـــــرونه

هیرې کیسې/ عبدالرشید کامران

عبدالرشید کامران

زما د ورکیدلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي
زندان او د وژلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

زه هغه دهشتګر یم چې انسان چا نه ګڼلم
کیوبا ته مې د وړلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

فضا کې ولې نه ګرځي بنګنې، ډبډبنې؟
په شپه د ستن لیدلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

بوش څه شو؟ اوباما څه شو؟ درک یې نه لګیږي
د ټرمپ د غپیدلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

د باسټن په اډه کې ماشومان په لوبو سر دي
په سپیو د داړلو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

غږ اورې کمونسټه، سیکولره، ډیموکراته!
د دین د ختمولو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

رشیده غلامان سپیره مخان کډو ته ګوري
د ملک اشغالولو کیسې ولې اوس څوک نه کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x