افغانستان

ننګرهار کې پر واکسیناتورانو بریدونو اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): ناڅرګندو وسله والو په ننګرهار ولایت کې پر واکسیناتورانو بریدونه کړی، چې له امله یې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه بریدونه نن سهار د ننګرهار په مرکز «جلال اباد» ښار، او ددې ولایت په سرخرود او خوګيانو ولسوالیو کې شوې.

د ننګرهار‌ځایي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی دی.

په ختیځ کې د پولیو کمپاین رئیس «ډاکټر نجیب کامه وال»‌ وایي، په دې بریدونو کې څلور تنه واکسیناتوران وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د روغتیا وزارت چارواکي‌ هم پېښه تائیدوي‌ او زیاتوي، چې په ننګرهار ولایت کې د اوس لپاره پولیو کمپاین درول شوی.

که څه هم تر دې دمه کوم چا د پېښې مسئولیت نه دی منلی، خو دا ډول بریدونه تر ډېره د داعش ډلې له لوري‌ ترسره کېږي، چې طالبان یې د حکومت استخباراتي کړۍ‌ په ملاتړ تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا راشی ننګرهار جهاد وګوری تر دی جاهله قوم او جاهله طایقه په دنیا کی نه پیدا کیږی چی په واکسیناتورانو باندی حملی کوی. اصلآ جهل او بیسوادی تر دی حده رسیدلی چی د پلیو واکسین په اهمیت نه پوهیږی سره. هغوی کله چی ماشومان یی د پلیو په مرض ګرفتاره شی بیا یی د خرند او ګردی غوث بابا زیادت ور وړی چی تداوی یی وشی. د هغه سړی خبره چی ملا خپله # هم په تعویض ساتی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x