افغانستان

د بلوچستان مرکز کویټې ښار کې بمي چاودنې ۴ پاکستاني عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بلوچستان ایالت مرکزکویټې ښار کې د بمي چاودنې له امله لر تر لږه څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر(آی ایس پي آر) نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار د کویټې ښار په «مارګیټ» سړک د «ترهګرو» لخوا ځای پرځای شوي ماین په وسیله ملیشه(ایف سي) ځواکونه په نښه شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ماین په دغه چاودنه کې د ملیشه ځواکونو یو افسر په ګډون ۴ پاکستان ملیشه عسکر وژل شوي دي.

تراوسه ددې برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو تردې وړاندې بلوڅ بیلتون پالو وسله والو ډلو په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو مسئولیت منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله اکبر. دی ته وایی جهاد چی پنجابیان # کړی. الله دی غازیان وساتی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x