نظــر

پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی

عبدالوحيد وحيد

زه د انسانانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو په ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاري خو غير مسلم سره د انسانيت او ګډو ګټو پربنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم.
د انساني مرستو په اغيزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهيږم، خو هغه مهال په پرديو باندې حساب نکوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسيږي. هر څوک خپل کور جوړوي او هر شخص د خپل کور او هيواد د جوړولو دنده پر غاړه لري.

د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملي مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هيواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربي نړۍ له سپکاوي ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندې د اړتیا په مهال د حساب کولو پرځاى پرديو خيراتونو ته په سترګې نيولو معتاد وګرځول. دلته هر څوک داسې فکر کوي چې کوم پردى به راځي، مونږ ته به هيواد جوړوي او دغه مو ورباندي حق ده. نه نه، داسې نه ده. مونږ به خپل کورونه په خپله جوړوو او په خپله به پريکړه کوو چې کور څه ډول جوړ کړو. که مونږ خپل کور ورانوو نو پردي به يې ولې راته جوړوي؟

شل کاله وړاندې دلته د دريم ځل لپاره  پردي وسلوال ځواکونه راغلل. دا داسې پردي وه چې د پیسو په زور او نورو اقتصادي وړتیاوو پرمټ په نړۍ حکومت کوي. لا يې د طلسم ماتولو او رقابت لپاره څوک شتون نلري. مونږ  اوريدلي وه چې په لويديځ کې دومره عدالت شتون لري چې له حيوان سره په ظلم کولو باندې تيرى کونکي ته سزا ورکول کېږي، خو دلته مو وليدل چې همدغه د عدالت او بشري حقونو مخکښان زمونږ په ځورولو، تنګولو ربړولو او وژلو باندې نه مړيدل. کيداى شي لامل دا وي چې مونږ ورته پردي يو او په غرب کې حيوانات يې خپل دي. بله دا چې مونږ خپله هم يو بل وژنو نو هغوى به هم راباندې د وژلو چل زده کاوه.

مونږ باید هير نکړو چې د ناتو ځواکونه زمونږ د هیواد او ټولنې جوړولو ته نه بلکې د خپلو هيوادونو د خوندیتوب لپاره راغلي وه. غوښتل يې خپل دښمن د هغوى خاورې ته له ورتلو وړاندې دلته ووژني. هغوى ته د هر هغه چا د وژلو اجازه وه چې ورته دښمن ښکاره کيده.

متأسفانه چې اوس زمونږ په هیواد کې پردي که دښمن وي، نو راته نرمه خندا، د هغوى احترام او د ادب په چوکاټ کې ورسره خبره کول، د لوړ تمدن او تهذيب نښه ګڼل کيږي او خپلو ته له قهره ريږديدل، سخته خبره کول، که خبره يې نه منله، نو ورباندې وار کول د شهامت غيرت او شجاعت نښې ګڼو. په دوه اړخیزه چلن کې دغه ډول تضاد زمونږ د بدبختۍ لاملونه دي.

د افغانانو هغه ځانګړتیاوې، هغه د جرګو مرکو پريکړو ناغو او مشورو سپيڅلي دودونه چې له نورو تمدنونو څخه د افغانانو د امتیاز نښې ګڼل کېدې د تيرو څو لسيزو جګړو په دوران کې  د خپلو پرديپالو مشرانو لخوا په ټوليزه توګه له منځه يوړل شول.

پخوا به که د قومونو، کليو او سيمې د خلکو ترمنځ سخته جګړه ونښته، يوه تورسرې ښځه به د دواړو خواو ترمنځ ودريده. پلو (د ټکري يوه څنډه) به يې ونيوه. کوم پير سيد او يا بل  روحاني شخصيت به منځته راغى. غږ به يې وکړ چې سنګرونه خالي کړئ. دواړو خواوو به سنګرونه خالي کړل. تيږه به کيښودل شوه. د پريکړې تر اعلان پورې به چا خبره هم نشواى کولاى. ښځه ماشوم سپين ږيرى حتى که سخت دښمن سره به ښځه روانه وه، نو د ښځې د احترام لپاره دښمن هم چا نه واژه. له وژل کيدو وروسته به د دښمن په جسد څادر اچول کيده چې مرغان له مړي څخه سترګې نه وباسي. که به کوم دښمن په پورتنيو مواردو باندې عمل ونکړ سخت بې غيرته بلل کيده او د سولې په مهال به يې پور ډير لوړ وه.

سولې ته د کبرجن او يا زورور دښمن رضا کول به د هغه کور ته د قران کریم په وړلو، له بې پرې مشرانو سره د عذر لپاره د ښځو، يا د کوم منل شوي روحاني شخصيت په بيولو او يا هم په ناڅاپي توګه د مطلق ناخبرۍ په حال دښمن د تورسرې د ټکري پيڅکه په غوټه کولو اسانه کيدله.

اوس د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې هغه دودونه عمداً له منځه لاړل او ځاى يې د ځنګل قانون ونيوه. نه په ښځو صرفه کيږي، نه ماشومان خوندي دي نه سپين ږيري مصئونيت لري نه هم نور سپيڅلي دودونه را پاتې شول. تعجب ده نيول شوى دښمن په ډيره بې رحمانه توګه وژنو او ويډيو يې خپروو. اخر له مونږ څخه څه جوړ شو؟

حکومت او حکومت پلوي سياستوال مو ترهغو پورې پردي خپل محسنان ګڼي، په افغانستان کې د واشنګټن د دفاع خبره کول وياړ ګڼي او په واک کې د پاتې کېدو د حمايت په برخه کې ورته عذرونه او زارئ کوي. د تيرو شلو کالونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په بانه امریکا ته د پاتې کېدو او يا هم په بله اصطلاح د مسئولانه وتلو مشورې ورکوي

زمونږ د نيمګړتياو وروستۍ څرګنده بيلګه داده چې طالبان له امریکا سره په اتلسو مياشتو خبرو کې نهايي هوکړې ته ورسيدل خو له خپلو وروڼو سره داده تقریباً اتلسو مياشتو کې لا تراوسه هم مذاکرات نه دي پيل شوي. حکومتي لورى تر هرچا زياته ستونزه له طالبانو سره لري او طالبانو جګړو ته زور ورکړى او  ارګ ته د ننوتلو سرټمبه توب يې ملاتړلې ده.

خلاصه داده چې د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې د ليک شويو بيځايه ژمنو رانيولې د امریکا لوړ پوړو چارواکو متزلزلې څرګندونې، د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسئله او په دې وروستيو کې د ناټو عمومي منشي تر اظهاراتو پورې چې د افغانستان د رڼا راتلونکې په تړاو ډاډه نه ده، داسې ښکاري چې امریکا يوازې د خپل ولس د غولولو لپاره داسې څرګندونې کوي چې له حقائقو سره سمون نه خوري.  مونږ خپله سره وژنو او خپله خپل هېواد ورانوو د سولې لپاره په قيمت نه جوړيږو. د يو بل وژل په وياړلې لهجه اعلانوو. د سولې لپاره غونډې جوړولاى شو شعارونه ورکولاى شو خبرې کولاى شو، خو قرباني نه ورکوو. ولسمشر د هوا په نيلي سپور ده. د ځمکې په مخ په خورا تيزي سره رامنځته کيدونکي بدلونونه نه ويني. هره ورځ د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه خپريږي، خو نوموړی طالبانو ته مخاطِب کيږي وايي چې؛ که سوله ونکړي سخت به وځپل شي او حکومت د هيڅ ډول نوښت په فکر کې نه دی.

طالبان غرور نيولي دي. فکر کوي چې په جګړه ارګ ته رسيدلى شي خو دومره دقيقه محاسبه نشي کولاى چې د ارګ نيول، د نظام پاشل او حکومت کول توپيرونه لري. دريم قوت هم له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټه اخیستنې وارخطايي جوړولاى او په نظام کې ګډوډي جوړولاى شي چې پړه به يې تر ډيره حده د طالبانو په غاړه وي زيان به يې ټول هېواد ته رسيږي.

هيڅ پردي زمونږ د هیواد جوړولو ته نه دي راغلي او نه هم څوک مونږ ته هيواد جوړوي. اوس دار او مدار تعامل او معاملې جوړول او رغول راکړه او ورکړه مرسته او پور د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې کيږي. مونږ درنې قيمتي ډيرې زيرمې، جيوپوليتيک او جيواکانوميک امکانات لرو چې د دوه اړخیزو ګټو پربنسټ په اقتصادي علمي او تخنیکي برخو کې د نړۍ له خورا بډايه هېوادونو سره معاملې وکړو، په هسکه غاړه د عزت او وقار ژوند  وکړو او خيرات غوښتل پريږدو. البته دا هر څه هغه وخت ممکن کيږي چې مونږ لکه د پخوا په شان په خپلمنځي جګړو کې د بوختياوو پرځاى خپلو ستونزو ته په خپله د حل لارې پيدا کړو، له مخالف ورور سره مشترکات ولټوو، له جګړو څخه سوله مقدسه وګڼو، له نړيوالو او خپلو وروڼو سره په سوله کې د سولې همغږي او همکاري په فضا کې د ژوند کولو لارې چارې ولټوو.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جناب عبدالوحید وحید بیا هم درته دعا کوم چې الله دې درته د دې حقایقو د ویلو پوره اجردرکړي او الله دې نور هم توفیق درکړي چې د دې مقدس جهاد (لیکنو) له لارې خپلو خلکوته د پوهاوي ورکولو ته دوام ورکړې ګرانه او محترمه وروره لکه څرنګه چې تاسو ویلي یواځې او یواځې د یوبل زغمل کولای شي مونږ ته نجات راکړي او هېواد له دې حالته بهر کړو اوس چې خصوصا طالب په کوم فکر دی د دې فکر پایلو ته یې پام نشته چې حتی که زه ارګ هم ونیسم نو زه به څه کوم او د… نور لوستل »

دوکتور غروال

ریښتونی صادق او د افغانستان اسلامی او کلتوری سمبال مولوی صاحب نجیب الله زاهد سلام، زه د تاسو محترم لیکنی تعقیب کوم واقعآ چی تاسی محترم سره د افغان غیرتی ملت ډیر زیاد درد موجود دی ددی جنایتکارو چی په کابل او نورو ښارونو او ولسوالیو کښی د استعماری دولت له خوا ملت وژل کیږی او قیدانی طالبان د ولسوالیو نیولو تر نام لاندی د ملت په وژلو لګیادی دوی او ددوی بادار اجنبیان د افغان ملت وژلو باندی ستړی شول او اوس د ملت وژلو دنده خپلو غلامانو ته سپاری او دوی ئی ددی لپاره ډیر ښه روزلی دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x