شعـــــرونه

ورېځې تاويږي باران ټکی ټکی/ ارمان

نقيب الله ارمان

ورېځې تاويږي باران ټکی ټکی
دردونه ډېر دي درمان ټکی ټکی

نوم د جنګ ورک شه او ټوپک دې‌ مات شي
ډيسي ګونګی شه هاوان ټکی ټکی

مشاعره په داسې وخت کې لمانځوو
مڼې دي دومره ګلان ټکی ټکی

څه بغاوت کوي اشنا زورور
تڼۍ یې نشـته ګریوان ټکی ټکی

د غمازانو دې زارې وچوي
وردګ مې زړه دی میدان ټکی ټکی

د چا پوښتنې تـه مې وویل داسې
هو نقیب زه یم ارمان ټکی ټکی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x