
طالبانو ارزګان، فراه او سرپل کې ۵ ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ارزګان ولایت چورې او خاص ارزګان، د فراه اناردرې او د سرپل ولایت سنګچارک او ګوسفندي ولسوالیو په ګډون طالبانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې ۵ ولسوالۍ نیولي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د جلا جلا پیغامونو په وسیله ویلي، چې د تیرې ورځې په جریان کې یې د ارزګان ولایت چورې او د خاص ارزګان ولسوالۍ، د فراه اناردرې او د سرپل ولایت سنګچارک ولسوالۍ نیولو ترڅنګ هلته په زیاته پیمانه وسلې او مهمات نیولي او ګڼو دولتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، چې له دغو ولسوالیو څخه تښتېدلي عسکر او پولیس یې په ځینو ودانیو کې کلابند کړي، چې دده په خبره د نیولو هڅې یې روانې دي.
په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، چې تیره شپه ناوخته د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ هم د طالبانو لاسونو ته لویدلې او دولتي عسکر ورڅخه په شا تللي دي.
ګوسفندي د سرپل ولایت څلورمه ولسوالۍ ده، چې په تیرو څو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول کیږي، تردې وړاندې د سرپل ولایت سوزمه قلعه، صیاد او سنګچارک ولسوالۍ طالبانو نیولې وې.
دا مهال د سرپل ولایت مرکز او بلخاب ولسوالۍ څخه پرته ټول ولایت د طالبانو په ولکه کې دی او د ولایت مرکز هم کلابند دی، چې هر وخت د طالبانو د بریدونو لاندې راتللای شي.
الله سبحان وتعالی دی برکت پری وکی تر څو ټول افغانستان آزاد شی.آمین.
ما یی ویډیو ولیده چی څنګه طالبان د ولسوالی تعمیر په بمونو الوځوی. طالبان دی ته مؤظف دی چی ویجاړی وکړی ځکه دوی هیله نلری چی دا ځای به آینده کی د دوی د عسکرو ځای وی نو ځکه یی ویجاړوی. فقط وژنه او ورانی د طالب کار دی خلک نباید طالب څخه د ترقی او اعمارولو هیله وکی. رنګ دی د طالب ورک شی.
آیا د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د ودانۍ په بمونو الوځول د وحشت، بې علمۍ، بې شرمۍ، شاته پاتې کېدو، بربریت، غلامۍ، پردي پالۍ، له اسلام، انسانیت او انساني تمدن سره د دښمنۍ او حماقت نښې نه دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟