افغانستان

د هرات والي سید وحید قتالي ګوښه او پرځای یې بل والي وګومارل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هرات والي سید  عبدالولي قتالي له خپلې دندې ګوښه او پرځای یې عبدالصبور قانع د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم کټوازی نن د سه شنبې په ورځ هرات د خپل سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو پخوانی لوی مرستیال عبدالصبور قانع د هرات د والي په توګه خلکو ته ورپېژندلی دی.

سید عبدالوحید قتالي چې کابو یو کال مخکې د هرات د والي په توګه ګومارل شوی ؤ، تراوسه یې د ګوښه کېدو لامل څرګند نه دی؛ خو ویل کیږي چې په هرات کې د طالبانو وروستیو چټکو پرمختګونو له امله نوموړی ګوښه کړل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو د هرات د اوبه، کهسان او فارسي ولسوالي په ګډون د هېواد په لویدیځ کې ګڼې ولسوالۍ لاندې کړي او یو شمېر نورې محاصره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x