افغانستان

ناټو: د چين پوځ ځواک او روان چلند يو ستر ګواښ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو استازو د چين پوځي ځواک په اړه خپله اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي، چې د چين اوسنی پوځي ځواک او چلند يو «چلينج» دی.

د ناټو مشرانو د چين په اړه د خبرو کولو پر مهال ويلي، چين په ډېره چټکتيا په خپلو اټومي وسلو کې زياتوالی کوي، په نوې او پرمختللې طریقه له روسيې سره په ګډه پوځي همکاري کوي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ خبرداری ورکړی، چې چين د ناټو پوځي او تخنيکي وړتياوو ته د رسېدو هڅه کوي، خو د دې هر څه سربېره د ناټو ټلواله له چين سره سړه جګړه نه غواړي.

ناټو د ۳۰ اروپايي او شمالي امريکايي هېوادونو يوه ستره سياسي او ځواکمنه پوځي ټلواله ده، چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د کميونيزم د ګواښ له منځه وړلو لپاره رامنځته شوې ده.

بل پلو اروپايي ټولنې لپاره د چين ډيپلوماټيک دفتر پر ناټو تور پورې کړی، چې د چين پر سوله‌ييز پرمختګ تورونه لګوي او زياته کړې يې ده، د چين پوځي وړتيا يوازې د دفاعي موخو لپاره ده.

د چين له لوري په  خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې هېواد يې د چا لپاره ګواښ نه پېښوي، خو که څوک د دوی پر وړاندې ګواښونه رامنځته کوي، چين به هم لاس تړلي نه پاتې کيږي.

په وروستيو وختونو کې د ناټو ټلواله له ګڼو ستونزو سره مخ ده او مشران يې د ناټو کړنو او فعاليتونو د غښتلي کولو لپاره د نوې بسپنې راټولو په موخه سلامشورې پيل کړي دي.

د ناټو ايتلافيانو ترمنځ روانې ناندرۍ د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال نورې هم زياتې شوې وې.

ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال ناټو لپاره د امريکا د بسپنې، بلکې د اروپايي متحدينو د دفاع لپاره د امريکا په مسؤوليت هم پوښتنې رامنځته کړې وې.

خو نوي ولسمشر جو بايډن د واک له تر لاسه کولو وروسته د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون پر مهال يو ځل بیا ژمنه وکړه، چې متحده ايالتونه به په بشپړه توګه د ناټو ۷۲ کلنې ټلوالې ملګرتيا ته دوام ورکړي.

چين د نړۍ تر ټولو سترو پوځي او اقتصادي ځواکونو څخه يو دی، هلته کميونيسټ ګوند واکمن دی چې د هېواد ټولې پوځي، ټولنیزې او سياسي چارې پر مخ بيايي.

چين د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک دی، چې شمېر يې ۲۰ لکو ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ناټوافغانستان او شمالى کوريانکو خسيان په چين به څه وکى ددوى دظلمو دخاطره به يي الله ظليله او خوار کى الله ظالمانو ته اوږد ژوند نه ورکوى سوويت يونين يي څنګه ذليله اوخوارکۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx