افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې د امریکايي عسکرو یوه پخوانۍ قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): په ننګرهار کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ د تازه نښتو په لړ کې طالبانو د امریکايي ځواکونو یوه داسې قرارګاه نیولې، چې څه موده مخکې یې افغان ځواکونو ته سپارلې وه.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د طالبانو لخوا نیول شوی دغه ستره قرارګاه( بیس) د سپین ولسوالۍ په «مامند» سیمه کې موقعیت لري، چې په نیولو سره یې طالبان کولای شي په غني خیلو ولسوالۍ کې خپلو عملیاتو ته شدت ورکړي.

باید وویل شي چې طالبانو د روانې میاشتې له پیل راهیسې د ننګرهار په اچین، سپین غر، پچیراګام او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو په خلاف پراخ عملیات پیل کړي، چې له امله یې د دولتي عسکرو لسګونه پوستې او غټې قرارګاوې د طالبانو لاسونو ته لویدلي او له ۳۰۰ څخه زیاتو دولتي عسکر مړه، ټپيان او اسیران شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x