افغانستان

ترکیه د کابل هوایي ډګر د خوندیتوب په  ماموریت کې پاکستان هم ښکېلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د ناټو غړي هیوادونه د بهرنیو  پوځیانو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر  د امنیت په  خوندیتوب کار کوي او ښایي  یاد ماموریت ترکیې ته وسپارل شي، ترکیه وایي، په دې ماموریت کې د پاکستان او هنګري مرستې هم غواړي.

د ترکیې ولسمشر  «رجب طیب اردوغان» په بروکسل کې د ناټو د کلنۍ ناستې تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، چې د کابل هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب لپاره د  امریکا مالي او لوژستیکي مرستو ته اړتیا ده او ترکیه به هڅه وکړي، له پاکستان او هنګري څخه هم په دې ماموریت کې مرسته وغواړي.

اردوغان که څه هم په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ناټو وايي، د سازمان مشرانو هوکړه کړې چې د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم د کابل هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره مالي مرستې  روانې ساتي، تر  څو ډيپلوماټیک ماموریتونه دوام پيدا کړي او له کابل سره د نړۍ اړیکې غوڅې نشي.

د ترکیې ولسمشر د ناټو سازمان د ناستې په څنډو کې د امریکا له ولسمشر  «جوبایډن» سره هم لیدلي وو او د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم ورسره غږېدلی وو.

بل لور ته طالبانو بیا ګواښ کړی، که ترکیه خپل عسکر د دوحې له تړون سره سم له افغانستانه ونه باسي، نو دوی به د نورو «اشغالګرو» عسکرو په سترګه ورته ګوري، او په وړاندې به یې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکتر محمد داود جلال

بسم الله الرحمن الرحیم بد کوي، ټول باید ورک شي. دا خبیث اشغالګران تر آخره پوری خپل چاڼه وهي. چی ورک کیږي باید ټول ورک شي. ترکیه او د هغه مسلمان او هوښیار جمهور رئیس باید دونه بیعقل او کودن ونه شي چی په دی آخر وخت کی چی دی نه بعد باید د نیا ټولو ملکونو تر مینځ کی زیادترین، مهمترین او بهترین روابط همدی مسلمان مترقی او د دنیا په رموز پوه ملک سره شروع شی، په دی آخر وخت کی د کفارو د خوشخالیدو لپاره د خپل ډیر مسلمان او اصلي دوست یعنی د افعانستان مسلمان ولس… نور لوستل »

سرفراز

طالبان باید کلک په خپل دریځ ولاړ او داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چی په تاریخ کی یی ساری نه وی دا که ترکان او یا پاکستانیان او یا هم کوم بل هیواد وی موږ هیڅ بهرنۍ وګړی بدون له اجازی او دراتلونکی خپلواک او آسلامی حکومت دقوانینو په چوکات او مطابقت کی په خپل هیواد کی دننه نه منو که کوم بهرنی وګړی بدون له اجازی زموږ په هیواد ګی ګیر او ولیدل شی نو دقانون له مخی به په زندان محکوم شی او هغه افغانان چی بهرنیانو ته دراتګ او یا ورسره همکاری وکړی دتل لپاره په ابدی… نور لوستل »

طوطی

سرفراز ته: آشنا هغه تور پنجابیان چی له طالبانو سره په جنګ کی ملګری دی هغوی څه بهرنی ندی؟ مشر ملا عمر د بهرنی تروریست په خاطر امارت له لاسه ورکړ کنه نو اوس به دا حال نوو.

جبران خلیل

ترکانو عقل به دلته معلوم شي د دینه معلومیګي چې دا هم د امریکه پاخه غلامان دي پاکستان فکر نه کووم زان پکښی ښکیل کړي زکه پاکستان سره خو لا د هغه مجاهدینو حساب پاتې دې کوم چې د ډالرو په بدل کښی په امریکه خرس کړل

طوطی

ښه خبره ده. دی سره به د طالبانو شنګ هم معلوم سی چی په ریښتیا د آی اس آی نیابتی عسکر دی یا واقعی افغان طالبان.

حامد

‏دترکيې اصلي څېره پاتې دې نه وي د ترکيې اصلي څېره وپېژنئ ۱- ترکیه یواځینی او لومړنی اسلامي هېواد وو چې په ۱۹۴۹ کې یې اسرائیلي دولت په رسمیت وپېژاند او تر ننه ورسره نېږدې او ژورې ،نظامي، استخباراتي، اقتصادي…. اړیکې لري، او پاللي يې ۲- د هیواد په اشغال کی په ۲۰۰۱ /اوکتوبر ۷ کال د آمریکایانو سره خه په اخلاص کمک وکه او همداسی د اجرتی قاتل دوستم خه قوی حمایتی دی او حمایت یی کوی او زما د معلوماتو په اساس: تل یی گران هیواد تجزیه لپاره ازبک او ترکتبارانو ته د جمهوریت ترکستان د تجزیه پلانونه… نور لوستل »

طاهر ثابت

کردان اوس اسلامضده کسان منلی او دغرب ګوډاګیان دی. اسراییلو سره ټینګ ارتباط لری.

محمد نعیم

اردوغن اوس ځان تر برطانیویانو، انګریزانو او امریکایانو پوه بولي چي افغانستان کي د هغوئ شبکې انتن ورنه کړ او دی به کوچ باندي کوي. اردوغان دي یو ځل د کندهار په ارګ کي یوچاریاک پټاټې په مناسبه بیه رانیسي بیا دي د افغانستان د کالونایزیشن خیال په زړه کي پیدا کړي. دی دا فکر کوي چي افغانان د ده ریښتنی هویت نه دي خبر. په عنقره کي د روسیې د سفیر د ترور او د ترکي ځواک لخوا د روسي طیارې راغورزولو وروسته چي دده په ډیپلوماسي د روسانو سره د ترکیې اړیکي سمي سوې، او بیا د فتح… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x