ورزش

د افغانستان او هند ترمنځ فوټبال سيالي يو يو مساوي شوه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰): د افغانستان او هندوستان فوټبال لوبډلو ترمنځ د راتلونکي نړيوال جام او اسيايي جام سياليو ته د لار موندنې په موخه ترسره شوې سيالي په يو-يو مساوي پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې لومړی ګول د هند لوبډلې له لوري ۷۵مه دقيقه کې ووهل شو، چې د افغان ګول کيپر تېروتنه وکړه او تر توپ نېولو وروسته يې توپ خپل ګول ته وغورځوه.

افغان لوبډلې د خپلې سترې تېروتنې وروسته په ۸۵مه دقيقه کې د حسين زماني په مرسته ځوابي ګول وواهه او لوبه يې مساوي کړه، چې تر پايه مساوي پاتې شوه.

https://fb.watch/68GgJ-fTrv/

د افغان فوټبال لوبډلې لپاره دغه سيالي کې بريا ډيره مهمه وه، خو مساوي پای ته ورسېده او اړينې نمرې يې له لاسه ورکړې. دوی ونشو کړی په لومړي سر کې د نړيوال جام لپاره لار ومومي خو د اسيايي جام لپاره يې دريم او وروستي پړاو ته لار وموندله.

افغان فوټبال لوبډله اوسمهال د قطر، عمان، هند او بنګلديش سره يو ګروپ کې ځای لري، چې په ۸ سياليو کې يې يوازې يوه بريا خپله کړې او په ګروپ کې په څلورم مقام ځای لري‌.

د فيفا ۲۰۲۲م  کال نړيوال جام او د اسيايي ۲۰۲۳م کال جام د سياليو په موخه د لار موندنې سياليو کې دريم پړاو ته جاپان، کوريا او سوريه لوبډلو لاره موندلې، او عراق، سعودي عربستان او ويتنام هم دريم پړاو ته په تکل کې دي، دوی به خپلې وروستۍ لوبې ډير ژر ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x