
شاهین قول اردو د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ د بیرته نیولو دعوه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسئولین ادعا کوي چې د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ مرکز یې له طالبانو څخه نیولی دی.
د شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د کمانډو ځواکونو سره په همغږۍ د دولت آباد ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره تصفیوي عملیات پيل کړي وو، چې نن سهار وتوانېدل د ولسوالۍ مرکز ته داخل شي.
نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې د ولسوالۍ په مرکز کې یې طالبانو سره جګړه کړې او که له جګړې پرته یې نیولې ده.
طالبانو تراوسه د شاهین قول اردو د ادعا په هکله غبرګون نه دی ښودلی او نه هم په خپلواکه توګه ددغې ادعا پخلی شوی دی.
باید وویل شي چې د شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي تردې وړاندې هم په فاریاب کې د طالبانو د ځايي قومندانانو د وژلو په هکله څو ځل ادعاوې کړې، چې وروسته بیا د ځايي خبریالانو او طالبانو لخوا «ناسمې» ثابتې شوې وي.
د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ مرکز تیره اونۍ طالبانو له یوې سختې نښتې وروسته ونیولو، چې د نښتو په ترڅ کې ۲۸ دولتي عسکر مړه، ټپيان او اسیران شوي وو او د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې ۳۸ عرادې ټانګونه، رینجر موټرونه، سلګونه میله درنه او سپکه وسله هم د طالبانو لاسونو ته ورغلې وه.
د فاریاب ځایې خبریالانو د دولت آباد د ولسوالۍ د برته نیولو خبر ورکړی خو دولت آباد کې ارتباطي شبکې کار نه کوي