نظــر

له عربي نړۍ تر افغانستانه؛ اردغان څه غواړي؟

سعيد جواد

ترکیه، له لیبیا، سوریې او قره باغ وروسته له افغان جګړې څه ترلاسه کول غواړي؟

ترکیه په نړیوال سټیچ د نړۍ دلویو قدرتونو لوبه کوي او دمګړۍ هغه فرصت ته سترګې په لار ده چې دامریکا له پرزیدا وروسته رامنځ ته کیږي،که دترکیې بهرني سیاست ته په ځير سره وګورو یاد هیواد په یو شمیر مهمو اسلامي هیوادونو کې دخپل نفوذ دپراختیا په هڅه کې ده او په دغه ډګرونو کې یې خپل ټول هغه مخالف رقیبان مات کړي دي چې د ډیرو به پرې باور رانشي.

ترکان په سوریه کې دنړۍ دلویو ځواکونو سره ټکر کوي!
کله چې په سوریه کې په ۲۰۱۱میلادي کال کې عرب پسرلی په خزان بدل شو،دنورو نړیوالو لوبغاړو ترمنځ ترکیې هم دسوریې جګړې ته ورودانګل،ترکیې په بشارالاسد فشار راوړ چې په نظام کې هغه اسلامپال ومني چې دسوري نظام په وړاندې یې وسله پورته کړې وه،خو دسوریې ولسمشر چې له عرب پاڅون وړاندې یې له ترکي ولسمشر اردوغان سره قوي اړیکې لرلې دترکیې دا غوښتنه رد کړه،همغه ؤ چې ترکیې په سوریه کې دهغه جهادي ډلو ملاتړ ته ادامه ورکړه چې دبشارالاسد دنظام په وړاندې جنګیدل،دسوریې دغه جګړه په خپلو لومړنیو څلورو کلونو کې دجهادي ډلو په بریا سره مخ په وړاندې تلله او نیږدې ۷۰٪سوریه یې له نظام څخه نیولې وه،په دغه جګړه که ترکانو دمختلفو جهادي ډلو سره مرسته کوله او تر ډيره بریده یې هغه شیعه ایران مات کړی ؤ چې په اسلامي نړۍ کې ترې دسعودي،متحدة عرب امارات او عراق په څير پيا وړي هیوادونه په ډار کې دي او ممکن په دانیږدې راتلونکې کې سعودي له خپلې پیاوړتیا سره سره را وپرځوي.
د ترکیې ملاتړ دسوريې جګړه په بل اړخ واړوله او نیږدې وه چې سوریه ونیسي خو سیمې ته دنړۍ یو بل زبر ځواک راغی.
روسیه په ۲۰۱۶میلادي کال کې دسوریې جګړې ته داخله شوه او دسوریې دنظام او بشارالاسد په ملاتړ یې بریدونه پیل کړل،دروسیې له مداخلې وروسته شیعه ایران ایله د ارام ساه واخیسته او په ټولو هغه ډګرونو کې یې پرمختګ پیل کړ چې تر اوسه پکې له ماتې سره مخ ؤ،روسیې په سوریه کې سخته بمباري وکړه او یو شمیر سیمې یې بیرته له جهادي ډلو ونیولې خو دمګړۍ دسوریې دټولو لویو ښارونو په اطرافو کې لا هم مخالفین فعاله دي خو کله چې خبره تر ادلب راورسیده نو ترکیې خپل پوځیان سوریې ته ورولیږل او خپلې پرمختللې وسلې یې سوريې ته ولیږدولې دغه مهال دروسیې او ترکیې ترمنځ ټکر ډير په نیږدې کیدو وه خو روسیې تنزل وکړ او دترکیې دشرایطو په منلو یې دسوریې نظام مجبور کړ او دمګړۍ په ادلب کې لا هم اوربند نافذ دی.
اصلا ترکیه په منځني ختیځ کې دایران سره په نیابتي جګړه بوخته ده ترکیه دعراق او سوریې په شمول په ډيری هیوادونو کې هڅه کوي ترڅو خپل اغیز وساتي او دراتلونکي لپاره په دغه برخه کې مهم رول ولوبولی شي.

قفقاز او دترکیې او روسیې دګټو تضاد!

دمګړۍ دترکیې او روسیې ترمنځ په مختلفو جبهو کې جګړه روانه ده،ترکیه په سوریه کې له روسیې سره مخامخ ده،دروسیې دواګنر په نامه ملیشې په سوریه کې جګړه کوي او دترکیې پوځ او دسوریې دپوځ سني پوځيان، افسران او یوشمیر جهادي ډلې اوس د ازادې سوریې دپوځ ترنامه لاندې په سوریه کې دترکیې په ملاتړ جګړه کوي،له دې وراخوا په لیبیا کې دروسیې واګنر ملیشې دجنګسلار حفتر په ملاتړ جګړه کوي او هلته يې خپلې پرمختللې وسلې لیږدولې دي،خو ترکیه بیا دلیبیا دهغه حکومت ملاتړ کوي چې داسلامپالو برخه پکې غوښنه ده او دملګرو ملتونو له لورې په رسمیت پیژندل شوی دی،دا ځکه چې له یوه لورې په کې اسلامپال دي او له بل لورې یې دلیبیا سره سمندري پوځي تړون لاسلیک کړی دی چې په سمندري برخه کې یې دترکیې ګټې خوندي کړي دي.

له دې وراخوا بیا ترکیه او روسیه دقفقاز په مهمه سیمه کې سره ښکیل دي او ترکیه غواړي بیرته هغه سیمو ته وروګرځي چې دعثماني خلافت پرمهال یې پرې څو پیړۍ واکمني کړې ده خو دسرې امپراطورۍ له ړنګیدا وروسته لا هم پکې دروسیې اغیز شته،په دا تیر نیږدې جنګ کې ترکیې دازربایجان پوره ملاتړ وکړ او له ارمنستانه یې په پوره ځواک جګړه وګټله، اصلا دا دترکیې او روسیې جګړه وه چې ترکیې روسیې ته پیغام ولیږداوه چې باید په لیبیا او سوریه کې ورته تنزل وکړي کنه دروسیې ګاونډ به نا امنه کړي،ترکیې دغه سیمه سوریاي جنګیالي هم ولیږدول هغه چې روسانو پرې په سوریه کې سخت ظلم کړی دی او اوس یې له شتون څخه په دغه سیمه کې په ډار دي.
روسیه کې پوتين هيڅکله دا نه شوه منلای چې دقفقاز په څير مهار شوې سیمې ته دې بل بهرنی لوبغاړی راننوځي،خو دا کار ترکیې په ډيرې چټکۍ وکړ او نیږدې دشپږو اونیو په جکړه کې یې بیرته دقفقاز په مهمه سیمه کې خپله پښه ټينګه کړه،په دې سره ترکیه په مستقیم ډول له ازربایجان سره وصل شوه،پخوا به ترکیه مجبور وه چې خپلې تجارتي اوپوځي هڅو کې دایران له خاورې استفاده وکړي او په دغه ډول له ډيرو ستونزو سره مخ وه خو چې ازربایجان قره باغ ونیوه نو په مستقیم ډول له ترکیې سره وصل شو،ترکیې له دې لارې وکولای شول چې دپان ترکیزم نظریې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او په دغه سیمه کې له هغو جمهوریتونو سره خپلې تاریخي اړیکې بیا راژوندۍ کړي چې پخوا دعثمانیانو داغیز لاندې ؤ.
په دغه جګړه کې روسیه بیخي وار خطاء شوه ځکه چې ددوۍ اټکل دا نه وه چې ترکیه به داسې کوم څه وکړي،پوتین په دغه مهمه سیمه کې خپل سیاسي شکست ومانه او دمګړۍ دترکیې له رول څخه اندیښمن دی،ځکه چې ترکیه نورو ترکانو ته دعثماني خلافت دوخت تاریخي درسونه ورکوي او روسیه بیا په خپل ګاونډ کې له دغه څه څخه په ډار کې ده.

قفقاز او دایران او ترکیې مخامختیا!

ایران او ترکیه داسلامي نړۍ په ډيری هیوادونو کې دنفوذ په هڅه کې دي او ددوۍ دغه جګړه له منځني ختیځه نیولې دافریقاء ترشماله پورې غزیدلې ده،دا ځکه چې دسعودي عربستان له غیاب وروسته دواړه غواړي په اسلامي نړۍ کې مشري وکړي او ځان ددغه مشرۍ حقدار بولي.
ایران په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې دشیعه پلو ملیشو پرمټ دنفوذ په هڅه کې دی،دبېلګې په ډول همدغه ایران دی چې په یمن کې هم دحوثیانو ملاتړ کوي،او په ۲۰۱۵ م کال کې يې په منتخب ولسمشر عبدربه منصور هادي باندې کودتا وکړه او له واکه یې لرې کړ،په همدې ډول په عراق کې يې هم دخپلو شیعه ملیشو پر مټ ،دامریکا په هماهنګۍ یو شیعه دولت رامنځ ته کړ،او ددغه ډرامې بله برخه کټ مټ په سوریه کې هم تکرایږي، په همدې ډول په لبنان کې هم دایران اغیز جوت دی ترکیه او ایران دمذهبي تفاوتونو وراخوا،په اسلامي نړۍ کې دمشرۍ په هڅه کې دي، او له دې اخوا بیا په لرې شمالي افریقاء کې دعیسویت نه وروسته دایران شیعه دعوت په اسلامي هیوادونو کې په چټکۍ خپریږي،دافریقاء په شمال کې ترکیه هم دیني،دعوتي،تجارتي او پوځي هڅې لري او دواړه دخپل اغیز دپراختیا په هڅه کې دي،په هر حال دقفقاز سیمه هم دایران او ترکیې دتقابل بل نوی ډګر دی،چې دواړه په دغه سیمه کې تاریخي اغیزې هم لري،دعثماني خلافت پرمهال شاه اسماعیل صفوي څو ځله دقفقاز سیمې ته شیعه سرتیري ننباسلي دي او په دغه سیمه کې يې په مهمو هیوادونو کې واکمني کړې ده خو عثماني ترکانو بیرته له دغو سیمو شړلي دي،خپله ایران په شیعه ازربایجان کې دسني ترکیې له اغیز څخه اندیښمن دی او دغه اغیز دمرکزي اسیاء په نورو هیوادونو کې هم په چټکۍ سره خپریږي.

افغانستان،دترکیې ایران او روسیې دتقابل ګډه جبهه!

ترکیه په اسلامي هیوادونو کې خپل تجارتي او پوځي اغیز ورځ تربلې پراخوي او هڅه کوي خپل اغیز په یو شمیر هیوادونو کې بر قرار وساتي،امریکا په چټکۍ سره له افغانستان څخه وتونکې ده او ترکیه په دغه مهمه سیمه کې په رامنځ ته کیدونکې خلا باندې پوهیږي،ترکیه فکر کوي دامریکا له تګ وروسته به افغانستا کاملا دشیعه ملیشو او روسیي پلوه کړیو په واک کې وغورځيږي،ترکان دافغانستان په شمال کې دروسیې او ایران تحرکاتو ته کاملا متوجې دي،ایران دهیواد په دې نازکو شرایطو کې دلته په خپلو ملاتړو وسلې ویشي او په حکومتي کچه شیعه ګانو سره ما فوق القانون چلند کیږي،له دې اخوا  ایران په تیر کې ویلي ؤ چې فاطمین لوا کولای شي چې په افغانستان کې داعش او نورې وسله والې ډلې وځپي!
له دغه ځایه دافغانستان په اړه دایران لیوالتیا څرګنديږي چې ایران غواړي په افغانستان کې هم دسوریې،عراق،یمن او لبنان په څير لوبه وکړي او افغان ولس دحشد الشعبي،حزب الله،حوثیانو او فاطمین په څير ډلو دعتاب لاندې ونیسي،دا چې افغانستان په سټراټيژیک او اقتصادي دواړو لحاظونو مهم دی نو ترکیه هم غواړي چې هم په افغانستان کې دخپلو نړیوالو رقیبانو مخه ډب کړي.
دوهمه مهمه موخه چې ترکان یې په دغه هیواد کې له پاتې کیدو لري هغه له هغه ترک قومونو سره خپلې اړیکې لا فعاله ساتل دي چې پخوا دعثماني خلافت تر اغیز لاندې ؤ او اوس ترکیه غواړي چې دوی دپان ترکیسم قالب کې ورځای کړي، ددغه اړیکو دساتلو لپاره افغانستان تر ټولو مهم ځای کیدلی شي،ځکه دغه هیوادونه چې ترک قومونه پکې میشت دي ډيری یې له افغانستان سره نیږدې دي.

افغانستان دترکي شرکتونو لپاره مهم مارکیټ!
په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې دافغانستان دتجارت او صنایع اتاق دخارجي روابطو مشر هاشم رسولي ویلي وه چې په افغانستان کې له (۲۰۰)پورته ترکي شرکتونه په فعالیت بوخت دي او په بیلا بیلو ډګرونو کې په تجارت بوخت دي،له هغې راوروسته دغه شمیره ډیره لوړه شوې ده او اوس مهال دنورو هیوادونو له تجارتي شرکتونو سره په افغانستان کې په سیالۍ بوخت،دترکي سیریالونو له برکت ددې هیواد ځانګړي لباسونه زموږ په هیواد کې ډير مینه وال لري چې مهم او ډير کاریدونکي توکي زموږ دهیواد په بازارونو کې تر سترګو کیږي.

ترکیه او په افغانستان کې علمي هڅې!

دترکیې حکومت دافغانستان په شمال کې یو شمیر تعلیمي بنسټونه لري چې په تعلیمي برخه کې کار کوي،له دې علاوه دترکیې فتح الله ګولن هم په افغانستان کې دافغان ترک په نامه ښونځي درلودل چې په ترکیه کې دکودتاء ورسته اوس یاد ښونځي دترکیې په معارف پسې تړلي دي،هر کال دترکیې حکومت افغانانو ته ځانګړي تحصیلي بورسونه هم ورکوي او له دې لارې ګڼ افغان محصلین په ترکیه کې زده کړې کوي.

ترکیه او طالبان!

دناټو په چوکاټ کې دترکیې سرتیرو له راتګ وروسته ډیر کم ترکان په عملیاتو کې راڅرګندیدیدل او طالبانو هم ډيری وخت ددغه هیواد په ځواکونو بریدونه ندي کړي،که کله یې کړي هم دي دواړه لوري په مرګ ژوبله چوپ پاتې شوي دي.
خو تیره ورځ دترکیې ددفاع وزیر خلوصي اکار څرګندونو ته طالبانو ډير سخت غبرګون وښوده او ویې ویل چې طالبان به له ترکانو سره هم داشغالګرو په څير چلند وکړي،خو دناټو سازمان په ننۍ غونډه کې دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:طالبان یو حقیقت دی او له دې حقیقت څخه سترګې نشي پټيدلای،نیشنل انټریسټ مجلې هم په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې طالبان او افغان حکومت دواړه ترکیه په افغانستان کې نه غواړي.
ترکیه خو فکر نکوم که دطالبانو سره په جګړه کې ځان ښکیل کړي،خو که باالفرض ښکیل یې هم کړي نو فکر نکوم که ترکي پوځيان دې خپله عملا دجګړې ډګر ته ولاړ شي،ځکه په لیبیا،نګورنو قره باغ او سوريې جګړې ته په کتو ویلی شو چې یوازې به له هوايي ځواک څخه استفاده وکړي،په دغه هیوادونو کې هم ترکیې له خپلو ډرون پرمختللو الوتکو څخه په استفادې هوايي ځواک کارولی دی.

ناټو ولې غواړي چې ترکیه پاتې شي؟
په نړیواله کچه دامریکا او اروپایي اتحاد لپاره دچین او روسیې مهارول ستونزمن شوي دي،دجي اوه هیوادونو اوسنۍ سرمشریزه او دناټو ټوله سرمشریزه په چین او روسیې راڅرخیدله،اروپا او امریکا دنړۍ په نورو برخو کې ددغه دوه مهمو هیوادونو کې تقابل ته ځان چمتو کوي او په اسیا کې نور نه غواړي چې ددغه دوه مهمو هیوادنو او ایران په وړاندې دغه سیمه تشه پریږدي،په نړیواله کچه هم ترکیه دایران،روسیې او چین سره په سیالۍ بوخته ده نو که ناټو اړتیا ولري،نو دترکیې له لارې ددغه هیوادونو مخه هم نیولی شي او ترکیه داسې هیواد دی چې اسلامي دی او دلته یې په وړاندې دنورو هیوادونو په نسبت حساسیتونه هم کم دي.

کورنۍ خطري جګړه!
په افغانستان کې پنځلس سلنه خلک ترک ټباره دي او یو شمیر نور یې بیا شیعه ګان دي،موږ افغانان تل دپردیو جګړو ښکار شوي یو داځل هم ددغه ډلو ترمنځ دجګړې امکان شته او دواړه بیا وسلې هم لري.

زموږ غمیزه به نوره هم اوږده شي!
دلته که هره هیواد پاتې کیږي که هغه اسلامي وي او که غیر اسلامي زموږ لپاره یې شتون په زیان دی،ځکه هر هیواد خپلې ګټې لري،دترکیې شتون هم دافغانستان لپاره له څو زاویو خطرناک دی.
لومړی دا چې په هیواد کې به دپردیو درقابتي او استخباراتي جګړو بازار ګرم شي او هر څوک به دلته دخپلو ګټو لوبه کوي.
دوهم دا چې روانه کشاله به لاپسې وغځيږي،دا ځکه چې ترکیه په پوځي او اقتصادي لحاظ مهم هیواد دی،ځکه ترکیې په سوریه،لیبا او قره باغ کې دروسیې په څير مهم او پرمختللي هیوادونه په پوځي ډګر کې مات کړي دي او که اوس ترکیه خپلې پرمختللې وسلې دلته وکاروي له شک پرته چې افغان کشاله به نوره هم اوږده شي،په دې سره به دا جګړه دڅو نورو کلونو لپاره اوږده شي طالبان به ونه شي کولای چې په دومره اسانۍ سره افغانستان ونیولای شي او موږ به هره ورځ دلته داشغال ترنامه دمبارزې له تاوه سوځو.
خو له دې اخوا ترکیه کولای شي چې په افغانستان کې مثبت رول هم ولوبوي او سیمه ته دروسیې او ایران ممکن راغځيدونکی لاس یو څه ورلنډ کړي،په افغان دولت او طالبانو فشار واچوي چې دخبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسیږي،په اقتصادي ډګر کې دچین دغیر عادلانه انحصار او اقتصادي اشغال په وړاندې یو څه مقاومت وکړي، او موږ دیو خپلواک،سوله ایز او پرمختللي افغانستان خاوندان شو،دا چې ترکیه به دلته نورې کومې موخې ولري دا به دوخت په تیریدو سره ثابتې شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

ښه لیکنه ده هغه چه نور وویل سی هغه داردوګان نشنلیست اسلامیزم دی. غربیان یی دنوی دیکتاتور خلیفه په نامه یادوی او ده هم ثابته کړی پان ترکیزم ته ترجیح ورکوی. ارتګل ډرامه هم اسلام او ترکی برتری ته اشاره کوی. اردګان ځان دارتګل په رتبه کی وینی. اردګان هم اسلام نه استفاده کوی او هم له ناتو. ترکیه دامریکا او اروپا له فشارو نه ځان خلاصوی. دا اردګان دناتو لپاره دمزدوری په جامه کی په مخ بیایی. اردګان هوښیار کس دی. هغه هم رقیب دی او هم مزدور. که څه هم هغه دننی مسلمانو رهبرانو په مینځ کی یوازی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x