روغتیا

کرونا وبا، د روسيې مرسته شوې روغتيايي توکي افغانستان ته راورسېدل

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان له متحده عربي اماراتو څخه په ځانګړې الوتنه کې کابل ته د درملو او طبي توکو رارسولو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د دې سازمان سیمه ییز دفتر پرون سه شنبه (جون ۲۵مه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه مرسته په کابل کې د روسیې د سفارت لخوا ورکړل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د مرستې هدف په افغانستان کې د روغتیا خدماتو ښه کول او د کرونا ویروس دریمې څپې سره مبارزه کولو لپاره د هیواد روغتيايي ظرفیت لوړول دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه مرسته کې روغتيايي بيړني کيټونه او داسې نور توکي شامل دي. دغه کڅوړه ۳۹ ټنه ده او د يو مليون کسانو لپاره به د دريو مياشتو په موده کې وکارول شي.

دا په داسې حال کې چې افغانستان د کوويډ-۱۹ ناروغۍ زياتوالي له کبله له روغتيايي توکو او وسايطو د کمښت سره مخ دی.

يو شمېر سرچينې وايي چې په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو بسترونه بشپړ ډک شوي او روغتونونه د اکسيجن له جدي کمښت سره مخ دي.

يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل چې تېره اونۍ له ازبکستان څخه ۱۰۰۰ رارسېدلي بالونونه د دوه ورځو په دوران کې ختم شول چې اوس يو وار بيا ناروغان د اکسيجن د کمښت سره مخ شوي دي.

د مرستو په دوام کې چین لا دمخه افغانستان ته د کوویډ – 19 واکسین شاوخوا ۷۰۰زره دوزه راليږلي دي چې اوسمهال نږدې ټولو ولايتونو کې خلکو ته لګول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x