افغانستان

ناپېژاندو وسله والو په هرات کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د یوې کورنۍ غړو باندې ډزې کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه د انجیل ولسوالۍ په «نوآباد» کلي کې یوه کورنۍ د شپې ډوډۍ خوړلو لپاره تللې وه، چې د ناپېژاندو کسانو لخوا ورباندې برید شوی.

په دغه برید کې د دوه میرمنو او یو ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي، چې ټپیان د هرات امبولانس په وسیله روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هرات امبولانس آمر ډاکټر صبغت عبیدي وايي، دغه کسان په ډیرې بې رحمۍ سره مړه او ژوبل شوي؛ خو د ټپيانو د وضعیت په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x