افغانستان

لوګر کې د توپچي برید له امله ۴ تنه ملکیان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ تنه ولسي وګړي په «شهادت» رسېدلي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون ماښام د محمدآغې ولسوالۍ په «سوړیا» سیمه کې د «ډیسي» توپونو په  وسیله د ملکي خلکو کورونه تر اور لاندې ونیول، چې له امله یې ۴ تنه ملکیان «شهیدان» شوي او ۵ تنه نور ژوبل دي.

د خلکو په خبره ددې ترڅنګ ګڼ کورونه ویجاړ شوي او ولس ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د ډیسي توپونو په وسیله د ملکيانو کورونه او عامه تأسیسات په نښه کوي، بلکې تردې وړاندې هم دولتي عسکرو په ورته بریدونو سره ګڼو ملکیانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا خبرداری ورکړی، د دولتي عسکرو هره هغه پوسته او قرارګاه به ددوی د بریدونو «روا موخه» وي له کوم ځایه چې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د توپونو او هاوان مرمۍ توغول کیږي.

د روانې میاشتې په اوږدو کې طالبانو د دولتي عسکرو لسګونه هغه پوستې او قرارګاوې ونیولې چې د ملکي خلکو په کورونو یې د توپونو او هاوانونو مرمۍ توغولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نجیب

هسی چټی لګیا یی ته سه لاسته رواړنه لری چی دملکیانو په غم کیی داملکیان خو ستاسی له خو په اورکی سوزی## تاسو ته تر اوسه خپل مشر نه دی درمعلوم نو تاسی به سه دملت په غم کی خبری وکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x