ورزش

پي ايس ايل؛ حضرت الله ځاځي خپلې لومړۍ لوبه کې د چټکې نيمه سليزې ريکاډ مساوي کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سوپر ليګ سياليو پرمهال افغان چټک توپ وهونکي حضرت الله ځاځي په خپله لومړۍ لوبه کې د ياد ليګ د چټکې نيمه سليزې ريکاډ مساوي کړوه.

حضرت ځاځی چې د پېښور زلمي لوبډله کې په لومړي وار لوبيږي، او تېره شپه لومړی ځل ميدان ته ښکته شو، د پي ايس ايل د چټکې نيمه سليزې ريکارډ مساوي کړ.

هغه په ۱۷ توپونو نيمه سليزه ووهله، په داسې حال کې چې له دې وړاندې د پېښور زلمو لوبغاړي کامران اکمل او د اسلام اباد يونيټډ لوبغاړي اصف علي هم دغه ريکاډ خپل کړی و چې د دريواړو ترمنځ شريک ريکاډ شو.

نوموړي ټولټال یوازې په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې وکړې، چې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې هم پکې شاملې وې، نوموړی د خپلې غوره کارکردګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د حضرت ځاځي همدې چټکو منډو په مرسته د پېښور زلمو لوبډله وتوانېده چې د کراچي کنګز لخوا د ۱۰۹ منډو کوچنی هدف یوازې په ۱۱ اورونو کې پوره کړي.

په يادې بريا سره د پېښور زلمي لوبډله په لسو نمرو سره دوهم مقام ته پورته شوه، دوی تراوسه ۹ لوبې کړي، ۵ يې ګټلي او څلورو کې ماتې منلې ده.

بايد وويل شي چې په دغه سيالي کې افغان چاينا مين ځوان لوبغاړی نور احمد هم و، چې د کراچۍ لوبډلې له لورې ولوبېد، نوموړي ۳ اورونه وکړل او يوه ويکټه يې واخيسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx