افغانستان

کابل کې د کورنیو چارو وزارت یو افسر ترور شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د کورنیو چارو وزارت یو افسر ترور شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار اووه نیمې بجې د پنځمې ناحیې اړوند «ده عربانو» سیمه کې د کورنیو چارو وزارت افسر جګړن رحم خدا همدرد انداربي د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې نوموړی افسر ځای پرځای وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې جګړن رحم خدا خمدرد ندرابي د کورنیو چارو وزارت د پېژند پخوانی افسر او دا مهال په یاد وزارت کې د انټرپول پولیسو په برخه کې دنده ترسره کوله.

تراوسه ددې برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم پولیسو په دې هکله نور معلومات ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x