
افغانستان
کندوز کې د هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه مړه او ژوبل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز د ولایتي شورا غړې فوریه جواد یفتلي وايي، دا برید تیر ماښام د خان آباد ولسوالۍ په «سر دوره» سیمه کې د دولتي الوتکو لخوا ترسره شوی.
نوموړې زیاتوي، په دغه هوايي برید کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ولسي وګړي«شهیدان» شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د کندوز سیمه ییز چارواکي بیا په دغه برید کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولې ادعا کوي، کومه چې د ځايي خلکو لخوا بې اساسه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم دولتي عسکرو د توپخانې له قرارګاه څخه د خان آباد ولسوالۍ په مرکز د توپونو او هاوانونو ډزې وکړې، چې له امله یې ګڼ دوکانونه ویجاړ او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واووښتل.