ورزش

د اروپا فوټبال اتلولي؛ د رونالډو ريکارډ، او په جرمني د فرانسې بريا – ويديو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولي UEFA د سياليو پرمهال مشهور نامتو فوټبالر کريستيانو رونالډو د هنګري لوبډلې پر وړاندې دوه ګولونه ووهل او د زياتو ګول وهونکو ريکاډ يې په خپل نوم کړ.

رونالډو پرتګال لوبډلې ته د اروپا فوټبال اتلولۍ پرمهال لومړۍ بريا ورکړه، دوی د‌ هنګري پر وړاندې په ۳-۰ بريا خپله کړه.

۳۶ کلن رونالډو د يادو سياليو تر ټولو زيات ګول وهونکی لوبغاړی شو، هغه د اروپا فوټبال اتلوليو په پنځه ټورنمنټونو کې ۲۲ لوبې ترسره کړي او ټول ۱۱ ګولونه يې راوړي دي.

نوموړي په ټولو نړيوالو لوبو کې ۱۰۶ ګولونه راوړي، چې اوسمهال دوهم زيات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

بل لوري ته فرانسې لوبډلې خپل ستر سيال جرمني ته په زړه پورې لوبه کې په ۱-۰ ماتې ورکړه.

فرانسې لوبډلې يوازينی ګول د جرمني دفاعي لوبغاړي په تېروتنه راوړ، چې د جرمني لوبغاړي «هوملز» په پښه توپ ولګېد او توپ يې خپل ګول ته وغورځوه.

له دې وروسته دواړو لوبډلو د يوه بل په ګولونو يو شمېر حملې راوړې خو په ګول وهلو ونه توانېدل، په دې سره جرمني د اروپا فوټبال اتلوليو لومړۍ لوبه وبايلله.

بايد وويل شي چې د فرانسې، جرمني، پرتګال او هنګري ګروپ د يادو لوبو تر ټولو سخت ګروپ دی چې د نړۍ سترې لوبډلې په کې ګډون لري. جرمني د ۲۰۱۴م او فرانسه د ۲۰۱۸م نړيوال جام ګټونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x