ځانګړي راپورونه

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ترکيه ولې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو هوډ لري؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو غونډې په څنډه کې له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره ليدلي دي.

واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې جو بايډن له اردوګان سره ګوري او دغه ليدنه له دې امله هم د پام وړ بريښي، چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د ترکي پوځيانو د فعاليت په اړه خبرې کړي دي.

ولسمشر اردوګان د دغې ناستې پر مهال په افغانستان کې ترکي پوځيانو د ماموريت او د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر امنيتي چارې ترکي پوځيانو ته د سپارلو په اړه خبرې کړي، خو په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

اردوګان د ناټو په ناسته کې د ګډون لپاره له روانېدو مخکې رسنيو ته ويلي و، دی به له خپل امريکايي سيال سره په افغانستان کې د ترکي پوځيانو د ماموريت او اړوندو چارو په اړه خبرې وکړي.

اردوګان زياته کړې وه، چې امريکا له افغانستانه وځي او تر هغه وروسته ترکيه يوازينی باوري هېواد دی، چې هلته خپل مسؤوليت ادا کړي.

د امريکا دفاع وزارت وياند جان کربي هم ويلي، د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل نړيوال هوايي ډګر امنيتي چارې ترکيې ته د سپارلو په اړه د انقرې او واشنګټن تر منځ لومړنۍ خبرې شوي دي.

خو طالبانو ترکيې ته خبرداری ورکړی، چې د نورو بهرنيو ځواکونو په څېر به ترکيه هم خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.

ترکيه څه غواړي؟

ترکيه د ناټو ټلوالې د ماموريت تر چتر لاندې په افغانستان کې ۵۰۰ پوځيان لري، چې د حکومتي عسکرو روزنه کوي او که د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو مسؤوليت پر غاړه واخلي، ښايي د خپلو پوځيانو شمېر نور هم زيات کړي.

د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د بهرنيو ولسمشرانو، ډيپلوماټانو او نړيوالو مرستندويه ټولنو د استازو د تګ راتګ لپاره تر ټولو اهم مرکز دی او له همدې امله د دې هوايي ډګر امنيت خوندي ساتل د کابل حکومت لپاره اړين دی.

د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر کې طالبانو بې ساري پرمختګونه کړي، حکومتي عسکر خپلې پوستې او قرارګاوې طالبانو ته پرېږدي، په تېرو لنډو ورځو کې يې نږدې پنځوس ولسوالۍ نيولي دي او داسې اندېښنې شته، چې طالبان به په لنډ وخت کې نور بې ساري پرمختګونه هم وکړي.

د همدې اندېښنو په رڼا کې اسټراليا تېره مياشت په کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ.

د ترکيې «الصباح» ورځپاڼې ليکلي، که ترکي ځواکونه د کابل نړيوال هوايي ډګر امنيتي مسؤوليت پر غاړه واخلي، نو داسې هيلې شته، چې د ترکيې او لويديځو هېوادونو تر منځ روانې ناندرۍ او بې باورۍ تر يوه بریده راکمې شي.

د يادونې وړ ده، چې له روسيې د ايس۴۰۰ دفاعي توغنديو د پېرلو او په لويديځه روم بحیره کې د تېلو د زېرمو د موندلو له امله له ترکيې سره د اروپا او امريکا اړيکې ترينګلې شوي دي.

د روسيې د ايس ۴۰۰ ماډل توغنديو د پېرلو له امله امريکا د ترکيې پر دفاعي څانګې بنديزونه لګولي، چې له امله يې له ترکيې سره د ۱۰۰ ايف ۳۵ ډوله الوتکو د پلورلو تړون هم لغوه کړی دی.

تر دې وروسته ترکيې پر امريکا تور پورې کړ، چې د سوريې په شمال کې د کردي ملېشو «وای پي جي» ملاتړ کوي. ترکيه دغه کردي ملېشې ترهګرې بولي او له ۲۰۱۶ کال راهيسې په خپلو سرحدي سيمو کې د دغو ملېشو پر خلاف عمليات کوي.

د روان کابل په لومړيو کې ولسمشر جو بايډن په خپلو څرګندونو کې تور پورې کړی و، چې د ترکيې د عثماني خلافت پر مهال ترکي ځواکونو د ارمينيايي ولس ټولوژنه کړې ده. د بايډن له دې څرګندونو وروسته ولسمشر اردوګان سخت غبرګون وښود او د انقرې او واشنګټن تر منځ شته ناندرۍ او بې باورۍ نورې هم زياتې شوې.

«ترکيه له امريکا ډېره زياته مرسته غواړي»

د ترکيې الصباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې تېره اونۍ د ترکيې دفاع وزير خلوصي اکار ويلي و، چې د کابل هوايي ډګر امنيتي مسؤوليت پر غاړه اخيستو لپاره اړينه ده، چې د ترکيې نور متحدين ورسره پوځي، سياسي او اقتصادي مرستې او همکاري وکړي.

د خلوصي اکار په وينا د کابل نړيوال هوايي ډګر د امنيتي چارو پر غاړه اخيستو لپاره به د ناټو متحدين هم د ترکيې ځينې شرطونه مني، چې په دې شرطونو کې د سياسي او اقتصادي همکاريو سربېره د پوځي توکو رسول هم اړين دي او که دا شرطونه ومنل شي، نو ترکي پوځيان تيار دي، چې د کابل هوايي ډګر امنيتي مسؤوليت پر غاړه واخلي.

رویټرز خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د يوه امريکايي چارواکي په حواله ويلي، چې د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو لپاره د ترکيې د وړانديز هرکلی کوي، خو په دې اړه ترکيه له اندازې زياته مرسته غواړي.

ځينې امريکايي چارواکي د انقرې او واشنګټن تر منځ د روانو بې باوريو په اړه هم نيوکې لري او فکر کوي، چې پر ترکيې باور هم کول به تېروتنه وي.

په استانبول کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيرو چيف کار لوټا ګال په افغانستان کې د ترکيې د پوځي ماموريت په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې د کرونا ويروس او اقتصادي ستونزو له امله په ترکيه کې بې کاري زياته شوې او د ترکيې کرنسۍ «لېرا» ارزښت هم لویدلی، چې له امله يې ولسمشر اردوګان په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د کارلوټا ګال په وينا اردوګان اړتيا په هېواد کې د لويديځو پانګوالو پانګو ته اړتيا لري او له همدې امله يې د روسيې پر خلاف د اوکراين مرسته وکړه، چې د مسکو غوسه يې راپارولې او د روسيې د خبرداري سربېره يې پر پولنډ خپلې بې پيلوټه الوتکې وپلورلې.

له هېواده بهر د ترکيې پوځي اډې

ترکيه په ناټو ټلواله کې يوازېنی مسلمان هېواد دی، چې پوځيان يې په افغانستان کې پراته دي، له دې پرته په عراق، سوريې، فارس خليج، بحيره احمر او په افريقا کې هم پوځي اډې لري.

په قطر، سوماليې، شمالي قبرص او سوډان هم له کوربه هېوادونو سره د تړونونو له مخې د ترکيې هوايي پوځي اډې شته.

ترکيه په ليبيا کې هم غیر رسمي اډې لري او هلته په نړيواله کچه د منل شوي وفاق حکومت د ملاتړ لپاره د متحده عربي امارتو ملاتړ لرونکې د جنرال خلیفه حفتر د ملېشو پر خلاف عمليات کوي.

په افغانستان د خپلو پوځيانو د ساتلو لپاره بايد ترکيه د حکومت سربېره د طالبانو ملاتړ هم له ځان سره ولري، په داسې حال کې، چې طالبانو لا وار له مخې په افغانستان کې د ترکي پوځيانو پاتې کېدل له امکانه بهر بللي دي.

طالبان وايي، له امريکا سره د دوحې تړون له مخې بايد ټول بهرني پوځيان او قرداديان له افغانستانه ووځي.

د ټکر خطر شته

د افغان چارو کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزی وايي، ترکيه هم د ناټو ټلوالې غړی هېواد دی، په افغانستان کې پوځيان لري او له همدې امله طالبانو له ترکيې غوښتي، چې د نورو ناټو پوځيانو سره دوی هم خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا دا به ډېر هيښوونکی وضعيت وي، که د ناټو ټلوالې نور هېوادونه خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او ترکيه يې پرېږدي.

د يوسفزي په باور که په دې موضوع کې له طالبانو سره وار له مخه خبره ونه شي، نو د ټکر اندېښنه او خطر شته؛ ځکه که طالبان پر هوايي ډګر برید وکړي، نو ترکي پوځيان به ځان ځوابي برید ته اړ بولي، نو دغسې حالت کې به امريکا هم د هوايي مرستو لپاره راميدان ته شي او دې سره به د سولې بهیر له ناکامۍ سره مخ شي او په افغانستان کې به د جګړو نوی بهیر پيل شي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړې، چې ترکيه غواړي، د استانبول کنفرانس له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره ګامونه پورته کړي، خو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په پاتې کولو به خپله بې طرفي تر سوال لاندې راولي.

د نوي پېر پيل

په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د غونډې پر مهال ولسمشر اردوګان په افغانستان کې د ترکيې د فعاليت پر وړانديزونو خبرې شوي دي.

ولسمشر اردوګان له کنفرانس څخه مخکې ويلي و، چې ترکي چارواکو له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه خپل پلان له امريکا سره شريک کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

ولسمشر اردوګان ويلي، انقره د بايډن له ادارې سره د نوي پېر د پيلولو هيله لري.

د اردوګان په وينا «د انقرې او واشنګټن د اړيکو په اړه ډېرې ګنګوسې روانې دي او موږ بايد دا ګنګوسې له پامه وغورځوو او مخ پر وړاندې لاړ شو.»

دی وايي، ترکيه له امريکا سره د داسې اړيکو جوړولو په لټه کې ده، چې بیا هلته د «تا ويلې ما ويلې» ځای په کې نه وي.

په بروکسل کې د جو بايډن او رجب طيب اردوګان له ليدنې وروسته د کوم ځانګړي پرمختګ هيلې نه تر سترګو کيږي، خو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې ولسمشر اردوګان له امريکا سره د اړيکو جوړولو لپاره په خپل دريځ نرمي راوستې او د کابل نړيوال هوايي ډګر د امنيت مسؤوليت پر غاړه اخيستو سره غواړي، ځان له واشنګټن سره نږدې کړي او شته ستونزې او تاوتريخوالي کې کمښت راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اصلي خبره داده چي په نړۍ کي ډېر داسي هيوادونه وه او اوس هم سته چي بې له دې چي استعمارچيان پوځي ځواکونه پکښي ولري مستعمره يې دي او د چارو واګي يې د ښکېلاکګرو په لاس کي دي. امريکا هم اوس ګران افغانستان خپله دغسي مستعمره جوړوي. امريکا ځان زموږ د هيواد د هرڅه کالخوايه او خاونده بولي، ځکه نو د هيواد په دننه کي خپل وفاداره ګوډاګيان حمايه کوي، د کابل هوايي ډګر اردګان ته ور کوي، ښايي ځيني نور مهم ځايونه هم ځينو نورو ته وسپاري ، پاکستان ته يې هم په افغانستان کي د مداخلو او… نور لوستل »

دوکتور غروال

فتنه بازه منافق اردوغانه د تاسو عسکر به په افغانستان کښی داسی مردار شی لکه د نورو ممالکو ، # دی وی د ستا په اسلامیت !!!!! د امریکا اوانګلیس په هدایت د تاسو فریبکاره همکاری چیغی د پنجابی پاکستان ملاتړ سره د کابل هوائي میدان امنیت ساتنی لپاره ستر تحقیر د افغان ملت لپاره دی دا چی کابل کښی غلامه حکومت دی نو ددی خاطره په ډاډ سره تاسی منافق او زیاتره شر جوړونکۍ داسی بی شرمانه ډنډوری شروع کړیدی او له بلی خوا د فتنه ناک منافق اردوغان امادګی د ډالرو په عوض د کابل میدان هوائي ساتنی… نور لوستل »

داکتر جلال

بسم الله الرحمن الرحیم دا کفار خبیثان خو ځي ان شاءالله ورکیږی، خو په آخر کی غواړی خپل دوه مخلص مسلمان ورور ملتونه چی په حقیقت که دواړه د دوی دوه ماشاءالله غیښتلی دښمنان دي، یو بل سره وجنګاوي. په دی زمینه، ترکیه باید ډیر هوښیاری نه کار واخلی او په آخر کی ځان خپل ورونو سره په جنګ مه واچوي. مهم خیر دا دي چی باید یو ترکی مره عسکر باید افغانستان نه ونه ووځی، او یو افغان هو باید د ترکی ورونو په واسطه باید ونه وژل شي. له بلی خوا تر اوسه خو د ناتو په بهانه… نور لوستل »

طوطی

فکر نکوم که طالبان د سولی او د یو هوسا افغانستان په خاطر څه کار وکړی شی. له دغی پاڼی څخه چی طالب طرفداره ده دا جوته کیږی چی طالبان بیغر له جنګ وژنی او ویجاړی څخه نور کوم مهارت نلری. تر اوسه طالبانو د سولی په خاطر یو پلان یا کومه برنامه نده وړاندی کړی. بیا نن سبا طالبان داسی فکر کوی چی ټول په تیښتې دی نو هر څه چی کوی کوو به یی. د ځینو ولسوالیو ویډیوګانی خپری شوی ګورو چی طالبان څنګه پاخه تعمیرونه ویجاړه وی بیا د الله اکبر چغی هم ورسره کوی. نو لدغو… نور لوستل »

عبدالرقیب

طوطو ځوانه بد سړی نه یې خو د حالاتو څخه سم نه خبریږې ځکه دي نظر تل یو څه الغ بلغ وي. وروره طالبان و ترکیې ته وایي چي اوس تاسي هم دا د نورو اشغالګرو سره یوځای ووځئ. چي کله موږ کابل ونیوی بیا به خبري سره وکړو د اړتیا په صورت کي به د دیوه دوه اړخیز تفاهم د لاري به د کابل او نورو هوایي ډګرونو د امنیت چاري درته وسپارو هغه هم په دې شرط چي زموږ ځواکونه به په هره برخه کي د انټرن په صفت درسره وي څو بالاخره د وتلو څخه وړاندي هغوئ… نور لوستل »

محمد نعیم

وایي چي انسان مړ سي نو لمړی دښمنان لاس ځني اخلي. او ابلیس لعین او د هغه لاسپوڅی شیطان د تل لپاره الوداع ورته ووایي بیا نو دا نور دنیاوي دښمنان پټ و ښکاره هم ځني ګوښې ته سي. بیا چي خپلوانو کفن و لمونځ ورکړي او لحد ته یې کښته کړي هغه هم ځني ولاړ سي. قبر کن چي خاوري پر واړولې هغه هم ځني ولاړ سي خو کفن کښ هلته یوځای غلی ورته ناست وي او دا فکر کوي چي د مړي سره یې اوس سروکار پیلیږي چي مړی یوازي پاته سي. ورځي د شپې په تیاره کي… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx