افغانستان

د هرات والي د شینډنډ ولسوال له دندې ګوښه کړی

نن ټکی آسیا(دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳): د هرات والي سید فضل الله وحیدي  د دې ولایت د شینډډ ولسوالي ولسوال عبدالحمید نور له دندې ګوښه کړی او ویلي يې دي، د نوموړي په خبره نور په شینډنډ کې د نا امنیو په کمولو کې پاتې راغلی دی.
د هرات والي تر دې وړاندې د شینډنډ ولسوالي امنیه قومندان هم له دندې ګوښه کړی و.

د نوموړي له قوله دوی ځکه دغه دوه دولتي مسوولینو له دندو ګوښه کړل، چې په شنیډنډ ولسوالي کې يې د نا امنیو مخه ونه شوه نیولای.
د والي په وینا په دې وروستیو کې د شینډنډ په ولسوالي کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي او ګڼې پوستې یواځې په دې میاشت کې تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د فضل الله وحیدي په خبره د شینډنډ ولسوالي له نا امنه ولایت فراه سره پوله لري ځکه خو پکې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې لیدل کېږي.
د نوموړي په خبره د نا امنیو په ډېرولو کې اداري فساد ډېره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د په جګړه کې ښکېل ولایت هلمند امنیه قومندان هم پخپله دنده کې د پاتې راتلو په خاطر له دندې ګوښه شو.
ویل کېږي چې د عبدالقیوم باقي زوی پرځای اوس په هلمند کې جمعه ګل همت د امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د چارو شنونکي وايي چې د چارواکو دومره په بېړه تبدیلي د دولتي ځواکونو وارخطايي او د مقابل لوري زور په ډاګه کوي.
د نظامي چارو څارونکي پر دې اند دي چې د طالبانو په وړاندې د چارواکو بدلون کومه معنی نه لري؛ ځکه هغوی جګړه کوي او له خپل دښمنه دا تمه نه لري چې له دوی سره دې د دوی په فرمایش وچلېږي، ځکه خو که هرڅومره چارواکي تبدیل شي جګړه به روانه وي.

یاده دې وي د هرات ولایت شنیډنډ ولسوالي  له هغو سیمو نه ده چې په پراخو ساحو کې يې طالبان واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x