شعـــــرونه

د آرمانونو راتلونکی/ نادر

سید عبیدالله نادر

د ښکلا ګانو دې وطن کې، نندارې وینمه
د بلبلانو په هر لوري ترانې وینمه

بیا به زرغون شي، په اورونو سـوځیدلی وطن
د سوکالۍ په دې چمن کې، نښانې وینمه

د تیرو شوو زمانو، راته نکلونه وایي
دې ویرانو کې هیرې شوې، افسانې وینمه

خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟
چې د راتلو دې، په سلګونو، بهانې وینمه

بیګا دې بیا، د هوسونو شوګیرې کړي دي
چې نن دې سترګې، لـکه ډکې پیمانې وینمه

د تور ضمیرو کوردلانو، ناپوهۍ له لاسه
د معرفت د غاړې هار، دانې دانې وينمه

منم چې یو ورځ به سر تاج شې، د دنیا وطنه!
زه حقیقت کې دغه ښکلې، زمانې وینمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x