افغانستان

رحماني: وکیلان دې له هیواده د تېښتې په ځای د جګړې لومړیو کرښو ته ولاړ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):داسې مهال چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې د شدت کچه لوړه شوې او په یوه میاشت کې تر دېرشو زیاتې ولسوالۍ د حکومتي عسکرو له واکه وتلې دي، د کابل حکومت د ولسي جرګې رئیس د یادې شورا پر غړو غږ کړی، چې بهر ته د تېښتې په ځای وسلې واخلي او د جګړې لومړیو کرښو ته ولاړ شي.

رحماني چې نن یې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وینا اوروله وویل، چې وکیلان دې د دولتي عسکرو تر څنګ وجنګېږي او د کابل هوايي ډګر مسئولین دې د ولسي جرګې غړو ته اجازه نه ورکوي، چې له هیواده د باندې ووځي.

نوموړي ددې  تر څنګ د حکومت د جنګي ستراتيژۍ پر تغیر ټینګار کړی او له حکومت یې غوښتي، چې د امنیتي بنسټونو لپاره د نویو مسئولینو په ټاکلو غور وکړي.

رحماني په هیواد کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل، چې حکومت دې خلک په امنیت کې ورسره شریک کړي، تر څو دده په خبره، له ځان او هیواد دفاع وکړي.

د رحماني پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې دولتي عسکرو پراخې سیمې طالبانو ته پرېښې او د ګڼو ولسوالیو مرکزونه سقوط شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

دى بيا څه غورمپوش کوى. خپله خو يى و ټول فاميل ته د مالتا د طابعت اسناد او پاسپورتونه برابر کړى دى او نورو ته وايي چه د جنګ خط ته ولاړ سى. د جنګ خلګ معلوم دى يا خو د اسلام او ملت د ازادى د پاره جنګيږى او يا هم داچه خطا وتلى او په قوت لا يموت مزدور د اجنبى جمهوريت ته جنګيږى او بعضى کمونستي توفاله لکه سهراب عظميى چه اسلام دښمنه تربيه سوى دى. او هغوو چه چور او چپاول کړى دى هغه د چور مال اوس تر يو خوندى ځايه رسوى. لکه دغه وکيلان… نور لوستل »

مجاهد

له دی غلامانو پیشو کانو مظلوم مګرم مجاهد ولس ته ځآنونه پړانګان پړسولی وو هر یو یی بیلونر شوی په ځانګړی ډول رحمانی وارو غلامان . مګر هر څه د یو وخته پوری وی نور یی وخت پوره شو له دی وروسته یی د محاکمو وار دی دغه خوړلی به واپس غورځوی دوی تیښته نه شی کولای او که کوم یو بریالی هم شی باداران به یی هلته په بیلونو ډالر کنګل کوی . مګر د غلام رحمانی دا خبره یی سمه ده چه نورو وکیلانو ته وایی ای بیغیرتو د تیشتی په ځای د مجاهدینو ګذارنو ته ځانونه ټینګ… نور لوستل »

محمد نعیم

رحماني ځوانه! ته یې رئیس یې ته د جګړې ډګر ته ولاړ سه کله چي د کابل زورواکو د ګټو په دفاع کي ووژل سې اود ۴۰ حلوا دي دا نور وکیلان وخوري ګونديدوئ هم غیرت وکړي او ستا پر ګام باندي ګام کښیږدي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x