افغانستان

عبدالله: خلک باید د بهرنیو پوځيانو تر وتلو وروسته حالت ته په «ذهني ډول» چمتو شوي وای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رئیس «عبدالله عبدالله» وایي، د بهرنیانو د وتلو په پروسه کې ډېره «کوتاهي» شوې ده او خلکو ته فرصت نه دی ورکړل شوی، چې د بهرنیو پوځيانو تر وتلو وروسته حالت ته په ذهني ډول چمتو شوي وای.

عبدالله چې په کابل کې یې د بشري حقونو د کمېسیون او یوناما له لوري په ګډه رابلل شوې یوې ناستې ته یې خبرې کولې د هیواد روان امنیتي وضعیت ته  یې په اشارې وویل، چې د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو له امله طالبانو ته د جګړې  د زیاتولو فرصت په لاس ورغلی او جګړه یې زیاته کړې.

نوموړي وړاندې ټینګار  کړی، چې د بهرنیو پوځيانو د وتلو په پروسه کې کوتاهي شوې او خلکو ته باید فرصت ورکړل شوی وای، چې په ذهني ډول چمتو شوي وای.

ده د دولتي عسکرو پر ملاتړ ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې د جګړې له لارې واک ته رسېدای نشي.

عبدالله په پرلپسې  ډول د ولسوالیو سقوط د اندېښنې وړ وباله او یو نه جبرانېدونکی زیان یې یاد کړ، چې دده په خبره، له امله یې د بشري مرستو په رسولو کې خنډونه رامنځته کېږي.

د عبدالله پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د وران میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښايي له افغانستانه ووځي.

امریکا وایي، د عسکرو وتلو بهیر تر پنځوس سلنه زیات بشپړ شوی او زرګونه عسکر له افغانستانه وتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

قاتل جاسوس او چورکوونکۍ ډبل عبدالله دا حالت تاسی خائينینو افغان ملت ته راوستلۍ دی دا تاسی غلامان یاستۍ چی ملت ته مو اجنبیان او سور اور راوړۍ دی تاسی خائينین او جاسوسان بیا د ملت نوم اخلۍ ، د اجنبیانو غلامان بی ملته دی !!!!

دکتور مجاهد

غروال صاحب دا ځانله ع او غ نه دی هغوی چه د نشنلستی شعارونه به یی زمزمه کول هغوی هم د انګریزیانو غلامان او معاش خواره وو حتی په دی نن ټکی اسیا کی هم د طوطی او دکتور غروال په شان نشنلستانو هم د مجاهد ولس په ضد د طالبانو پسی ګډی وډی یادولی . اوس چه یی بادارانو کډی بار او د طالبانو راتګ حتمی شوی د دوی شعارونو هم رنګ بدل کړو اوس د طالبانو په ځای د ع او غ پسی ګډی وډی لیکی بیا هم ورته افرین وایو

دوکتور غروال

د قتلونو پروفیسور مجاهد ، فریبکاره امریکا او انګلیس به هیڅکله بریالی نشی چی دی ځل د ۱۹۹۶ کال په شان خپل د کابل غلامان لیری کړی او پر ځای ئي له کوچنیتوبه روزل شوی غلامان طالبان د کابل په تخت کشیناوی ، نه فریبکاره امریکا او انګلیس دا کار یو ځل بیا په فریبی سره نشی تر سره کولای او دی ځل دی خائين بین المللی جنایت با ندی نشی بریالی کیدای د کابل غلامان او دا په منډو غلامان به نه سره یو ځای کړۍ شی بلکه ددواړو برخو شپی ورځی په شمار دی !!!! بلی تاسی د… نور لوستل »

ګل احمد

بیعقله لا یې څنګه چمتو کړي. خو دا شپږ میاشتي کیږي چي د امریکایانو خولو وریښتان وکړل چي داغه به یې درته ویل چي د طالبانو سره صلحه وکړئ،، موافقه ورسره وکړئ. داغه یې مطلب وو چي موږ وځو. اوس به طالبان امریکایانو ته یو خط استوي چي ستاسو سره د صلحي د تړون یو شرط چي د کابل زورواکو سره خبري وې د دواړو ولوریو لخوا د ښه نیت په اساس ټاکل سوی وو چي د دواړو اړخو (طالب او امریکا) لخوا د کابل رژیم د تخنیکي قابلیت نامناسبي ارزوني پایله وه. دا چي اوس جوته سول چي د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x