افغانستان

ننګرهار کې ۱۰۸ دولتي عسکر او ملیشې طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په پچیراګام، سپین غر، اچین او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو او دولتي عسکرو د تسلیمۍ په دوام تیره ورځ ددې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۱۰۸ تنه دولتي عسکر، پولیس او د اربکیانو په نوم ملیشې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پورته شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د ننګرهار پچیراګام، سرخرود، خوګیاڼو، شیرزادو، حصارک، غني خیلو، بهسود، سپین غر او کوټ ولسوالیو مربوط دي، چې په خبره یې د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

دغو تسلیم شوو عسکرو ته د طالبانو لخوا د ملکي ژوند تیرولو په موخه د امن کارتونه هم ویشل شوي دي.

باید وویل شي چې د تیرو دوه اونیو په اوږدو کې طالبانو د ننګرهار په خوګیاڼو، پچیراګام، سپین غر، هسکه مینې، حصارک، غني خیلو، سرخرود او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د پولیسو او عسکرو لسګونه پوستې او لویې قرارګاوې ونیولې، چې د نښتو پرمهال ۳۰۰ دولتي عسکر مړه، ټپيان او یاهم د طالبانو په لاس اسیران شول، د  کومې له امله چې اوس زیاتره دولتي عسکر او په ځانګړې توګه اربکیان طالبانو ته د تسلیمیدو لپاره د اړیکو جوړولو په لټه کې دي.

د طالبانو د پوځي تګلارې له مخې هر هغه دولتي عسکر چې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شي او خپله وسله طالبانو ته وسپاري، د طالبانو لخوا ورته مناسبه سفریه ورکول کیږي او د ملکي ژوند په لور د امن کارت سره یوځای سوق کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x