ټولنیزه برخه

د سهار له لمانځه وروسته خوب څنگه دی؟

تميم تکل

د لمر له راختو مخکې په هوا کې په پرېمانه اندازه اوزون گاز (O3) وجود لري چې کرار کرار کمېږي او چې لمر راوخوت بیخي له منځه ځي.

د دغه گاز تر ټولو لویه ګټه د انسان عصبي دستگاه او سیستم ته رسېږي. فکري او عضلاتي فعالیتونه پياوړي کوي. په کومه ورځ چې دغه گاز سړی واخلي تر ماښامه پورې یې طبیعت سم وي.

لمر د راختو پر مهال سور رنگی وي، دغه رنگ د فزیک د علم له نظر انسان، فعالیتونو ته هڅوي او تحریکوي يې.
لمر چې نوی راوخېژي د ماورای بنفش یا (Ultra Violet) ډېره اندازه په کې وي، چې پوره راختو سره یې دا شعاع له منځه ځي، څوک چې دا شعاع واخلي نو د هغه بدن او وجود د ورځې په جریان کې د ویټامين ډي (D) اخیستو ته تیار او چمتو وي.

څوک چې وختي پاڅېږي نو دوامداره خوبونو باندې به روږدي نه شي، څوک چې په دوامداره توګه ویده پاتې شي؛ نو د زړه او قلب په ناورغیو به اخته شي.په ځانګړي ډول د شراینو د تصلب یا (Atherosclerosis) په ناروغۍ به اخته شي. ځکه چې خوب سکون او راحتي ده؛ خو که دا راحتي دوامداره شي؛ د شریانونو په په دېوارو کې د غوړو موادو د رسوب لامل گرځي. دغه مواد اول برید په قلبي هغو یا ( Coronarya) باندې ترسره کوي. هغه مؤمنان چې سحر وختي پاڅېږي یوازیني خلک دي چې له دغه مصیبته خلاص دي.

د څېړنو له مخې د وینې د کورتیزول میزان په سهار کې تر ټولو په لوړه اندازه کې وي، یانې په هر ۱۰۰ میلي متر مکعب کې ۲ – ۲۲ میکروگرامه.
کورتیزول هغه ماده ده، چې د بدن د فعالیتونو د ډېرېدو لامل گرځي، او په وینه کې د موجود قند نسبت لوړوي؛ تر څو د بدن له پاره لازمه او کافي انرژي برابره کړي.

که چېرته د اوداسه او لمانځه ګټې هم ورسره اضافه کړو؛ نو ګټې یې دوه برابره کېږي. مسلمان مکلف دی چې قراني تعالیم زده او عملي کړي. مؤمن چې سهار وختي ويښ شي، لمونځ وکړي او بیا ویده نه شي؛ نو ډېره ګټه به یې کړي وي. فرض کړو که هېڅ لمونځ او اودس په کې نه وي هم؛ دا ګټې په کې دي؛ خو که دا دواړه ورسره اضافه کړو بیا خو نور علی نور شو.

ــــــــــــــــــ
د امریکا یوه معتبر پوهنتون(Northwestern-University) په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یوه څېړنه کړې وه، محتوا او مفهوم یې داسې دی:
هغه کسان چې سهار ناوخته له خوبه راپاڅېږي په ورځ کې ۲۴۸ کالري نسبت هغو کسانو ته ډېر مصرفوي چې هغوی وختي راپاڅېږي. او هغوی چې شپې ناوخته ویده کېږي هم دغسې در واخله.

که څه هم دوی د لمانځه یادونه نه کوي؛ خو موږ یې همداسې تعبیروو.

ـــــــــــــ
برکت
کراهت
سستي او ضعف یې بیخي لرې خبره ده.
د خوب مناسب وخت د شپې له لسو د سهار تر څلورو بحو دی.
معمولاً د شپې یو ساعت خوب د ورځې له درې ساعته خوب سره برابر دی. مثلاً تېره شپه یو څوک تر دولسو ویښ و، اوس د معمول خلاف درې ساعتونو ته اړتیا ده چې د ده خوب پوره شي

شپه چې آخره شي په هوا کې د اوزون گاز (O3) اندازه بیخي ډېرېږي. د ملا په آذانو باندې یو نرم نسیم چلېږي چې همدا نسیم هم ځان سره ډېره اندازه اوزن گاز لري؛ چې لمر راوخوت بیا اوزون له منځه ځي، اوس خبره دا ده چې د اوزون گټه څه ده؟
– د انسان د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.
– کولای شي د انسان د بدن تړښتونو ته د آکسیجن رسونې پروسه چټکه او صافه کړي.
– د انسان په بدن کې د ځینو انزایمونو د فعالیت لامل کېږي چې له وجې یې د انسان باډي او ظاهري شکل سمېږي.
– د ملا په آذان باندې دباندې وتل، ژوره ژوره ساه اخیستل او بیا آکسیجن بدن ته ننویستلو سره اوزون هم خورا ډېر اغېز ښندي.
څوک چې دا واخلي بیا د ویټامين ډي په اخیستلو کې هم ستونزه نه لري.

نوټ: اوزون گاز همدا په آسمان کې چې ښکاري دا شین رنگی(آبي)

تميم تکل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x