شعـــــرونه

سوله ښه ده سوله ښه ده سوله راوړه/ طلايي

انجينر عبدالکبير طلایي

سوله ښه ده سوله ښه ده سوله راوړه
کږه پریږده سمې لارې ته راواوړه

د نفاق دیواله ړنګ شې مونږ دې خوار کړو
د خپل کور په غم دښمن د ملت واوړه

په ظاهره چې صادق باطن غدار وي
رنګ يې ورک شه له دکنه پسې واوړه

چې له دین او له وطن سره صادق وي
سکه ورور دی ټول نازونه یې په خندا وړه

که چا امن و امنیت راته قایم کړو
په خیرونو د دنیا او عقبا واوړه

ټول دې ومني خبرې د حق ښې دي
که يې نه مني پرې وابه چوو سراوړه

طلایي کبیر دعا ، هیله ارزو کړي
دا تیاره څپه په سپینه رڼا واوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x