ټولنیزه برخه

روان حالت او دردمند انځور!

عبدالحمید راشد

زه په یو وران له غمونو ډک هېواد کې ژوند کوم، زما شاوخوا ګاونډي هېوادونه، او د نړۍ مختلف هېوادونه د پرمختګ په لټه کې دي ، هغوئ څېړنې کوي، هغوئ پرمختګ کوي، هغوئ د رفاه او ارامی وسایل لټوي، خو مګر زه په ویرجن چاپیریال کې د مرګ شېبې شمارم.

زه چې هره ورځ لمانځه ته پاڅېږم نو تیلفون ته لاس کړم، تشویش کې یم چې شپنۍ اړیکه خو به بې ځوابه نه وي پاتي، هسې نه چې نږدي خپلوان مې له لاسه ورکړئ وي، چې وګورم خیریت وي لګ څه مطمئن شم.

نسبي خوښ شم لکن کله چې اجتماعي شبکې پرانیزم نو د هېواد ګوډ ګوډ کې د لسګونه هېوادوالو، د وژل کېدو، ټپي کېدو، بې کوره کېدو وګورم تشویش او فکر کې شم، بیا نو له کوره ورځنۍ پلان ترتیبوم، د مرګ شیبې شمارم او هغه ځکه چې هر شیبه د ناببره انفجار، جنګ او بدبختی امکان زیات وي.

له کوره چې ووځم تر ډېره د سهار لمانځه کې هم سوالګرې ښځې ماشومان تر سترګو کیږي، څوک د ناروغ لپاره د دوا پیسئ غواړي، څوک د یو مړی ډوډی غږ کوي، څوک د یو څه څوک د بل څه په لټه کې وي!

د کلي جومات پریږدم او ژړه غونی راووځم، ورځنیو کارونو پسې روان شم، په لار کې د سړک په غاړو، ګلدانونو، پلونو لاندې پوډريان، چرسیان، او عملیان وینم، ګورم چې شمار یې د تیر کال په پرتله څو برابره زیات دی؛

( آن یو ځل خو د شپې له دفتره ووتم ګورم چې د ګلدان ترمنځ کم کم اور تر سترګو کیږي ، خواشینی شوم پولیسو ته مې وویل، څوک لکه چې په عامه ځای کې انفجاري مواد ځای په ځای کوي!

راته یې وویل؛مه ویریږه؛ نیشه یان دي څو ځله یې ووهو بیا راګرځي!)

دا سحنه ډېره خفه کوونکې وه!

بازار ته ورسیږم له یوې خوا د مزدورانو قطارونه ناست وي، له بل اړخه سوالګر مخې، مخې ته کیږي ، ان تورسرې، ماشومان او پیغلې په چوکونو کې د سوالګرۍ شعارونه زمزمه کوي!

دا سحنه هم دردمنده ده!

ماسپښین اذان وکړي جومات ته ولاړ شم!

د جومات دروازه کې د څپلکو په ځای کې مې یتیمان، کونډې ځوانان او بې وزله هېوادوال ناست وي،څوک سوال کوي، څه ماشومان او میندئ برس او رنګ په لاس ستا د چپلکو د اخېستلو هڅه کوي تر څو یې درته رنګ کړي، خپو ته به دې ټیټ شي، د دې حالت په لېدلو سخت درمند کیږم او سخت ځوریږم په ټوله کې یې لیدل د یو با احساسه ځوان لپاره سخت کار دی!

کورته ورستون شم؛

راډیو او یا هم ګرځنده تیلفون خلاص کړم، بهرنۍ نړۍ کې اکتشافات، څېړنې، او پرمختګونه اورم؛

لکن ګران هېواد کې د نورو لسګونه مړو، ټپیانو، او د لسګونه نورو د بې کوره کېدو اوازونه اورم، دا حالت نو سخت دردونکی وي، او زغمل یې ناشوني وي، ځکه د پورته ماجراوو د څو برابره زیاتېدو شتون یقیني وي.

د جنګ بربادۍ او ورانۍ د ختمیدو په هېله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x