ټولنیزه برخه

ځانونه له ستر خير څخه برخمن کړئ

احمد منصور

زمونږ په افغاني ټولنه کې د هغو ليکلو آثارو په زياته پيمانه کمۍ ده چې خلک د فلاح او کاميابۍ لور ته سوق کوي همدا لامل ده چې زمونږ په ټولنه کې ځينې مستحبات د فرايضو مرتبې ته رسول شوي خلکو کې د بدعاتو پردي کلتور  ، رواجونو ، غلطو عقيدو ترويج او د خلکو ورته دعوتول په ښکاره ډول کيږي  د الله رب العزت څخه د خلکو د لري والي او شيطاني کارو باندې د خلکو معتاد کولو هڅې روانې دي د ديني احکامو ، د مسنونو دوعاګانو آن د احاديثو په اړه خلکو کې د شکوکو او شبهاتو پيدا کولو کوښښونه کوي ځينې کړۍ او اشخاص.

نو په داسې يو  زمان کې چې اُمت او خصوصاً زمونږ هغه ملت چې له کلونو راهيسې د وخت  د کفارو له لوري  نه يوازې نظامي يرغمل شوی بلکې په فکري ډول هم  ځپل شوی د دغو بدعاتو، فکري جګړو د غلطو عقايدو څخه د مسلمانانو د ژغورلو مسؤليت علماؤ ته راجې ده تر څو د دين اصلي بڼه امت ته وښايي  هغه مواد چې د پردو له لوري  اسلامي نړۍ ته را وارد شوي مخنيوی يې وکړي عامو مسلمانانو خصوصا ځوانانو ته هغه لارې طريقې ور وښايی چې الله ته د نېژدې والي لامل ګرزي هو د هر هېواد  علماء مسؤل دي چې د خپلو هېوادوالو د معنوي امراضو معالجه وکړي.

د سالم او ښه ژوند تېرولو اوصول ور وښايي، د ژوند د ښه کولو هغه لذيذې نسخې ورته په ګوته کړي چې انسانان ورته اړتيا لري  هغه په ورځني ډول مسنونې دوعاګانې او ذکرونه دي که حقيقت ووايم له دې ستر خير څخه لومړی زه محروم يم او په خپلې ټولنه کې مې دا ستره خلاء بلله چې مونږ د کتاب په شکل کې لا تر اوسه داسې کومه نسخه نه لرو چې په نصوصو ثابتې دوعاګانې او ذکرونه دي پکې وي تر څو خلک يې يادې کړي او په ژوند کې يې د طرقۍ او سوکالۍ په لور مزل وکړي.

خو لله الحمد دغه ستره خلاء ګران محترم استاد چې د اسلامي نړۍ په سطحه د مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانې ممتاز فاضل ده الله رب العزت د تدريس او بيان کولو ځانګړې ملکه ورکړې  محترم مفتي طاهر حقاني صاحب حفظه الله  ډکه کړه حقاني صيب چې ځوان او تاند عالم ده د ديني علومو په کامل ډول د تدريسولو مهارت لري او لهجه يې هم ډېر خوږه ده.

حقاني صيب دا اثر  چې عنوان يې ده (د حفاظت مغفرت، ذکرونه او دوعاګانې)  په خپل وخت يو داسې اثر ده چې هم اړتيا ورته محسوسېده او هم په روانه پښتو ژبه کې بې مثله ده په ياد کې کتاب کې يې په مستندو او قوي احاديثو ثابتې شوې دوعاګانې او ذکرونه  يې راجمعه کړي همدا ډول د هر ذکر او دوعا په پاي کې حواله هم لېکل شوې د لوستونکو د لا ډاډمن کېدو لپاره دا يادونه ضروري بولم چې مولوي صيب محترم په دې کتاب په ضعيفو او مصنوعي احاديثو باندې ثابت شوي ذکرونو او دوعګانو ته ځاي نه ده ورکړی.

که کوم مسلمان ورور ياد کتاب لاسته راوړي يقين او باور لرم چې له ستر خير څخه به ځان برخمن کړي ځکه په مکتبه کې دا ډول کتاب شتون نه لري او که وي هم دوعګانې او ذکرونه به يې په دا ډول مستندو او قوي احاديثو ثابت نه وي نو ويلی شم چې ياد کتاب يو ستر ابتکار او د محترم مولوي صيب يو نېک اقدام ده بايد ووايم چې د کتاب تصحيح او نظر ثاني د هېواد جيد عالم او د زرګونو علماؤ طالبانو پير محترم شيخ الحديث عبدالرشيد مدني حفظه الله کړې.

نوټ: کتاب په ښکلې بڼه چاپ شوی

د کتاب د پيدا کولو آدرسونه: پيښور قيصه خوانۍ بازار، بورډ تاج آباد ابرهيميه مکتبه کې

القلم کتاب خانه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x