شعـــــرونه

د عشْق کلیمه ووایه د مینې په مذهب شه/خدرخېل

جانان خدرخېل

هندوه یارانه دې مسلمان کفر ته باسي
کافر کافر خویونه دې انسان کفر ته باسي

د عشْق کلیمه ووایه د مینې په مذهب شه
عُقده به دې اخیر لکه شیطان کفر ته باسي

په ما به د چا یاد څۀ چل ضرور کوي پوهېږم
او ما به مې دا خپل ظالم ارمان کفر ته باسي

د ځینو وظیفه د دښمن صف قوي کول وي
د ځینو همدا کار وي چې یاران کفر ته باسي

خاونده یو موسی ته له امسا سره اړتیا ده
خاونده دا فرعون ستا بندګان کفر ته باسي

باچا د ښایستونو ښار کې سخت قانون په کار دی
دا خامې خولګۍ نجونې هلکان کفر ته باسي

ملا ته په کنځلو به نو څۀ وکړي دا خلک
جانانه “خدرخېله” هسې ځان کفر ته باسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x