
فاریاب: دولت آباد کې د کمانډو عسکرو یو لوړ پوړی افسر وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په عملیاتي قطعې د طالبانو ناڅاپي برید کې د نورو عسکرو ترڅنګ د ځانګړو قطعاتو د همغږۍ افسر ډګرمن سهراب عظیمي هم وژل شوی دی.
تیره شپه ناوخته د ملي اردو او کمانډو عسکرو ځانګړو قطعاتو د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ له استقامت څخه د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړل، چې طالبانو لومړی د ولسوالۍ مرکز له جګړې پرته دولتي عسکرو ته خوشې کړ؛ خو سپیده چاؤد مهال یې په دولتي عسکرو ناڅاپي بریدونه پيل کړل او د کمانډو عسکرو یو ټولی یې کلابند کړ.
یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغو نښتو کې چې د نن ورځې تر مازدیګر ناوخته پورې دوام وکړ، دولتي عسکر بیرته د اندخوی ولسوالۍ مربوطاتو ته په شاشول او د د دولت آباد ولسوالۍ مرکز بیرته د طالبانو لاسونو ته ولویده.
د سرچینې په خبره د نن ورځې په نښتو کې د کمانډو عسکرو د ځانګړو قطعاتو د همغږۍ د قومندان ډګرمن سهراب عظیمي په ګډون ۲۴ تنه کمانډو عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
ددې ترڅنګ د کمانډو عسکرو یو شمېر زغروال ټانګونه د جګړې په ډګر کې سوځېدلي او څلور ټانګونه یې طالبانو ته روغ رمټ په لاس ورغلي دي.
د کمانډو عسکرو د ځانګړو قطعاتو د ګډې قومندانۍ افسر ډګرمن سهراب عظیمي د دفاع وزارت د پخواني ویاند جنرال ظاهر عظیمي زوی ؤ، چې نظامي زده کړې یې د ماسترۍ او ارکانحرب تر کچې په امریکا کې کړې وې او د اشرف غني نظام ته له وفادارو افسرانو څخه ګڼل کېده.
جنرال ظاهر عظیمي د یو پیغام له لارې د خپل زوی وژل کېدل تایید کړي دي.
دا لا څرګنده نه ده چې د ډګرمن سهراب عظیمي جسد د دولتي عسکرو لاس ته ورغلی او که هلته د جګړې په ډګر کې پاتې ده.
باید وویل شي چې طالبان د وژل شوو دولتي عسکرو جسدونه د سرې میاشتې له لارې د هغوی وارثانو ته سپاري.
ددی # پلار هم غټ ملی خایین او دټولو بدبختیو اصلی طراح ؤ ما دنږدی نه لیدلی او ډیر یو سخت متعصب او ورانکار پرچمی ؤ # په هغه او همداسی یی ل# زوی ؤ داشرف غنی غلام په آداره کی یی اکثریت دپرچم او شورانظار ګلمجم ملیشو او دمیخکوبو # او # نسل کسان دی په دوی رحم کول به لویه تیروتنه وی