افغانستان

طالبانو په سرپل او زابل کې په سلګونو ټانګونو او توپونو مجهزې قرارګاوې نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو په دوام تیره ورځ په سرپل او زابل ولایتونو کې په سلګونو عرادو ټانګونو او توپونو مجهزې دوه قرارګاوې د طالبانو لاس ته پرېوتلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تیره شپه ناوخته رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه «بغاوي» سیمه کې د «شرکت میدانک» په نوم غټه پوځي قرارګاه ورته تسلیم شوې ده.

نوموړي په دغه قرارګاه کې د ۲۰ عرادې ایم بي ټانګونو، ۵۰ عرادې رینجر او ۵۰ عرادې اکمالاتي غټو موټرونو او ۳۰۰ میله ایم ۱۶  امریکايي ټوپکونو سربیره په زیاته اندازه د پوځي مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې
طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې

په ورته مهال یوې بلې ځايي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې په دغه قرارګاه کې ۵۰ عرادې ټانګونه، ۷۰ عرادې رینجر او ۵۰ عرادې غټ اکمالاتي موټر له سلګونو میله وسلو سره طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې
طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې
طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې
طالبانو د سرپل مرکز بغاوي سیمه کې مجهزه پوځي قرارګاه نیولې

په یو جلا ټویټ کې نن سهار طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې یې د ملي اردو یواځینۍ غټه قرارګاه(کمپاین) له سلګونو میله وسلو سره نیولې ده:

«تیره شپه د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ کې د مزدور دښمن یوازنۍ پاتي غټه قرارګاه(کمپاین) هم فتحه شوه،۳۵۰ میله سپکه او درنه وسله او خورا ډیر مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»

له شینکۍ ولسوالۍ څخه ناتایید شوي راپورونه وايي، چې په یاده قرارګاه کې ۸۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي؛ خو طالبانو تراوسه په دې هکله رسما څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې هم له سلو زیات دولتي عسکر طالبانو تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هلکه دا به هم د تاکتیکی شاتګ له مخی فتح شوی . دا هر څه د الله ج نصرت دی چه حق حقدار ته رسوی دا د هغو شهیدانو د وینو برکت دی چه الله ج جنت ورته د شهادت وخت کی وردمخه کړی پوښتنه تری وشی داسی څه ښته چه تر دی نعمتونو هم تاسو ته د مخه وی ؟ شهیدان ځواب ورکوی، هو شته او هغه د شهادت هغه څو لمحی یا ثانیی چه په کی شهیدان کیدلو هیله لرو چه واپس شو او د شهادتو پرله پسی جامونه په سر راواړوو نو الله ج یی هغه ارمانونه… نور لوستل »

طوطی

دا ټول وسایل کافرانو جوړ کړی او حتمآ به یا سوځول کیږی او یا به پاکستان ته کباړ کیږی چی مقابل کی یی پیسې په لاس راشی. دا یی شرعی لار ده ځکه خو طالبانو ځینی ولسوالی هم پس له چور او چپاول څخه په بمونو والوځولې.

اباسین

طالب جنګیالیو ! غنیمت شوي وسلي ښه ساتنه وکړي.امرالله صالح ویلې جه طالبانو لاس ته د ورغلي وسلي تر شا یو راز پت دې : دا احتمال شته جي حکومت وسلو ته اور واچوې او پړه یي طالبانو ته حواله کړې.پت راز همدغ کیداې شي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x