د نن سرلیکنه

د اناردرې پېښه او راټوکېدلې اندېښنې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

د تېرې دوشنبې پر ورځ د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي خبر ورکړ چې «د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ له مرکزي ودانۍ او ټولو ملحقاتو د ګوډاګۍ ادارې عسکر وتښتېدل او ولسوالۍ په بشپړه توګه د مجاهدینو لاس ته ولوېده».

د دې خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته، په خواله رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوه چې ښيي د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ په بمونو الوځول کېږي او د کامرې شاته ناست کسان د «الله اکبر» غږونه پورته کوي.

دغې اندېښمنوونکې پېښې په خواله رسنیو کې په پراخه کچه اندېښنې، پوښتنې او غندنې وپارولې. په دې کې شک نه شته چې د حکومت اړوندو ویاندویانو د تېر په څېر هڅه کوله چې له دغې ناوړه پېښې تبلیغاتي ګټه پورته کړي؛ مګر اصلي اندېښنه او وېره دا وه او ده، چې ولې داسې یوه ودانۍ په بمونو والوځول شي چې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته هم لوېدلې ده؟!

دا هغه پوښتنه ده چې له دې پېښې سره د ډېرو خلکو په ذهنونو کې راپورته شوې. له دې پورته او مهمه پوښتنه بیا دا ده، چې ولې د طالبانو مشرتابه، په ځانګړې توګه نظامي کمیسیون چې اړوندو برخو کې مسوولیت لري، پر وخت د دغې پېښې مخنیوی ونه شوای کولای؟!

که د طالبانو د مخالفینو دریځ یوې خواته کړو، د اناردرې پېښې د طالبانو په لیکو کې او له طالبانو بهر د دوی د خواخوږو اندېښنې او غندنې هم راوپارولې. ځکه دا پېښه داسې مهال کېږي چې د افغانستان جګړه یوه ټاکونکې پړاو ته رسېدلې. ټولو ته جوته ده چې طالبان به د سولې بهیر له بریا وروسته د افغان سیاست او حکومتولۍ برخه وي.

په دغسې پړاو کې ولې یو نظام چې د افغانستان د مالکیت او حاکمیت دعوه لري، تر واکمنۍ لاندې يې دغه وړ ناوړه پېښه وشي.

له دغو غبرګونونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل نیوز تلویزیون ته ویلي چې «دوی پلټنه کوي که پیښه د اوس وخت وي او د طالبانو جنګیالیو کړي وي نو عاملين به یې سزا وويني».

سره له دې چې د طالب ویاند له خوا دا ژمنه، چې د پېښې عاملین به سزا وویني، یوه څه هیله‌بښونکې ده، مګر په هېڅ صورت به د اناردارې ودانۍ بیا ونه رغول شي. افغانستان بېچاره هېواد دی. زموږ اقتصاد جګړو ځپلی. دغسې ودانۍ به بیا موږ په کلونو کې هم جوړه نه شو کړای.

دوه احتماله موجود دي: یو دا چې دا پېښه د جګړې د لومړۍ لیکې د جنګیالیو د بې‌مسوولیتۍ په پایله کې رامنځ ته شوې وي. په دې صورت کې به عاملین سزا ویني. که خدای مه کړه له لویه سره پالیسي کې داسې تشه وي چې جنګیالیو ته د دغه وړ پېښو د ترسراوي لار خلاصوي، په دې صورت کې له طالب مشرتابه او په ځانګړې ډول نظامي کمیسیون څخه هیله ده چې د پالیسۍ په کچه اصلاحات رامنځ ته کړي.

د اناردرې پېښه د طالب مسوولینو لپاره د مالکیت او مسوولیت ازميښت دی. که خدای مه کړه د پلټنې ژمنه یوازې ژمنه پاتې شي، بیا به پر دوی هم ولسي باور لکه پر کابل حکومت چې له منځه تللی، کمزوری شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د نن ټکۍ آسیا د ویب سايت درنو چلوونکو او ګرانو دوستانو او لوستونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته درنودوستانو ولې خپله هره اشتباه نورو ته منسوبوو او داچې ځيني هېواد وال لیکنې کوي او د یوه لوري د ظلم، حماقت، بې علمي، بې نظمي، جهالت او سرکشي په ګوته کوي نو د غلام خطاب ورته کېږي دا په دې معنی نه دی چې هغوی د دولت او یا طالب لاسپوڅي دي بلکه له اسلام او وطن سره د هغوی مینه ښکاره کوي او له اسلام، وطن او خپلو خلکو سره د هغوي تعهد ښکاره کوي یواځې د انار درې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x