افغانستان

هرات کې د هوايي برید له امله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اووښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

ځايي سرچینې وايي، پرون غرمه د هرات ولایت اوبې ولسوالۍ په بازار کې د خلکو دوکانونه او د استوګنې کورونو باندې درنه بمباري کړې، چې له امله یې د ملا عبدالله ولد نیک محمد په نوم ملکي کس «شهید» شوی او ۳ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د سرچینو په خبره ددې ترڅنګ په بازار کې د تیلو یو پمپ، یو کوچني موټر او ګڼو دوکانونو په ویجاړولو سره خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبې ولسوالۍ مرکز له تیرو څو ورځو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی او دولتي عسکر د پوځ په لوا کې دننه کلابند دي او له هغه ځایه د خلکو په کورونو د ډیسي توپونو او هاوانونو ډزې کوي.

تیره ورځ غرمه مهال هم دولتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ سره هڅه وکړه، چې په لوا کې کلابند عسکر وژغوري؛ خو د طالبانو له کلک مقاومت سره مخ شول او د دولتي الوتکو په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه واووښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x