
فراه: اناردره کې د هاوان لګېدو له امله ۷ ملکیان «شهیدان» شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د دولتي عسکرو لخوا په ولسي خلکو د هاوان او ډیسي توپونو ویشتلو په ترڅ کې تیره ورځ یوځل بیا په فراه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکیان «شهیدان» شوي دي.
د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون غرمه د اناردرې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه «لوړي دهاني» سیمې له پوځي قرارګاه څخه د دې ولسوالۍ په بازار او شاوخوا سیمو د هاوان مرمۍ توغولي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغه مهال د «حضرتانو» کلي کې د سرور په نوم یو ملکي کس په کور د هاوان څو مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه «شهیدان» شوي او درې نور ټپیان دي.
د خلکو په خبره ددې ترڅنګ په نښه شوي کور ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.
د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ مرکز له تیرو څو ورځو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی او دولتي عسکر د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه «لوړي دهاني» سیمه کې د ملي ا ردو په کمپ کې کلابند دي او له هغه ځایه د خلکو په کورونو او د ولسوالۍ په بازار د توپونو او هاوانونو ډزې کوي، چې له امله یې د خلکو ژوند تریخ شوی او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.