افغانستان

زابل: طالبانو د قومي مشرانو په منځګړیتوب سلګونه کلابند عسکر آزاد کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز مسئولین وايي، طالبانو د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې قومي مشرانو په منځګړیتوب سلګونه کلابند عسکر په دې شرط آزاد کړي، چې خپلې وسلې او مهمات طالبانو ته وسپاري.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان وايي، د شینکۍ ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ملي اردو کلابندې قرارګاه کې د زابل د والي د مرستیال والي حاجي عنایت الله هوتک، د زابل د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالناصر ناصري، د شینکۍ ولسوال او امنیه قومندان په ګډون سلګونه دولتي عسکر نن سهار د قومي مشرانو په منځګړیتوب مرکز کلات ته راپرېښودل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دې توګه د شینکۍ ولسوالۍ او د ملي اردو قرارګاه کې په سلګونه میله وسلې او مهمات طالبانو ته سپارل شوي دي.

طالبانو هم په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د سترې قرارګاه(بیس) د نیولو ترڅنګ هلته د ۳۵۰ میله سپکو او درنو وسلو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې داسې ویلي: «په نیول شوو وسلو کې ۱۴۹ کارمولي ټوپکونه ،یو ډیسي توپ ،  ۱۶ ثقیلان ، ۷ هاوانونه ، ۵  ایس پي جي ۹ توپ،۱۲  درازکوفونه ، دومیلې ، دهشکې او زیکویک  شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د شینکۍ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نور ټول دولتي تأسیسات یوه اونۍ مخکې طالبانو نیولي وو او د ملي اردو په قرارګاه کې سلګونه دولتي عسکر کلابند وو، چې نن سهار د قومي مشرانو په منځګړیتوب کلابندو عسکرو ته لار ورکړل شوې او وسلې او مهمات طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Obaidi

دایونهایت ښه اومثمرعمل اودخیرکاربولم چه قلابندقوتونه آزادشویدی. دملت دسپن ږیرو نه چه دې دخیرکاروعمل کی ونډه اخیستی مننه کوم. تل می غږ کړی، اواز می پورته کړیدی چه حتالوس دی دمرګژوبلی مخه ونیول شی، جنګی آسیرانو زخمیلن دی تداوی اوټول دی خپلوکورونوته مرخص کړایشئ

الحاج استاذ بیانزی

طالبانو تل او له اوله ښی کړنی ترسره کړی : ۱ ـــ هیواد یی د خپل منځی جنګو وژغورلو، مرکزی حکومت یی تاسیس، شریعت او امنیت یی په ټول هیواد کی پلی ، د هیواد ویشنی او ملوک الطوایفیو مخه یی ونیوله. ۲ ـــ په دوهم اشغال کی یی اشغلګرو ته په کوپړیو کی اوبه ورکړی دی هیواد ته یی یوځل بیا د لویو قدرتو د هدیری لقب او طلای مدال تر لاسه کړو ۳ ـــ د خپلواکی ترلاسه کولو وروسته یی بین الافغانی مذاکراتو په لړ کی به د هیواد په کچه د مجتهدو، مجاهدو او متقی علماوو مستقله… نور لوستل »

طاهر ثابت

خدای دی وکړی طالبان د ۱۹۹۶ په ډول قدرت په ملایانو او چړیانو پوری منحصر نکړی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x