روغتیا

افغانستان کې په لومړي ځل یوه ورځ کې کرونا له سلو زیات کسان مړه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا وبا له کبله په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۰۱ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز خبر ورکوي چې تېره ورځ یې د ۶ زره ۹۲ کسانو معاینات کړي چې له مخې یې ۲ زره ۳۱۳ کسان نوي په کرونا اخته شوي دي.

د کرونا له پېله په تېرو نږدې دوه کالونو کې دا تر ټولو وژونکې ورځ ده چې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ له کبله افغانستان کې له سلو زیات کسان مړه کیږي او له ۲ زرو زیات پرې اخته کیږي.

په هېواد کې د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه شوي خبرونه څرګندوي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د اکسیجن جدي کمښت له کبله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

وړمه ورځ کرونا وبا د ۹۴ ناروغانو ژوند اخیستی و او ۱ زرو ۷۲۲ نور پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په دې تړاو تېره اونۍ د ازبکستان هېواد څخه د اکسیجن ۱۰۰۰ بالونونو مرسته شوې وه چې د دوه ورځو په نېټه کې ختم شوي وو او ناروغان یو ځل بیا د اکسیجن له جدي کمښت سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې د پلازمینې کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ناروغانو پرمخ د ځینو روغتونونو دروازې تړل شوي، په داسې حال کې له ۲ زرو زیات ناروغان یو وار بیا بسترېدل جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

د روغتیا وزارت د وینا له مخې، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یوازې ۳۰۱ کسان بېرته روغ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي، خو پر ځای یې له زرو زیات نوي بستر کیږي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د کرونا ناروغانو ټول شمېر ۹۸ زره ۸۴۴ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د مړو شمېر ۳ زره ۹۴۳ تنو ته پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x