افغانستان

نور: تراوسه ۸۶۰۸ صندوقونه مرکزي دفتر ته رسيدلي دي

نن ټکی آسیا(دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور په یوه خبري ناسته کې وویل چې تراوسه د هېواد له ګوټ ـ ګوټه له درویشت زره صندوقونونه یواځې اته زره شپږسوه اته صندوقونه مرکزي دفتر ته رسيدلي دي.
د نور په خبره دوی د رایو په بیا څېړنه کې تراوسه پورري له رسیدلیو صندوقونو نه څلور سوه پنځه دېرش صندوقونه کتلي دي.

د نوموړي له قوله  تر اوسه د کندهار، هلمند، هرات، پکتیکا، بلخ، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو د رایو پاڼو صندوقونه مرکزي دفتر ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې دی تېره ورځ د دواړو نوماندانو د څارونکو د اختلاف په خاطر نږدې د یوې ورځې لپاره د رایو بیا کتنه او څېړنه په ټپه ودریده، چې تېرماسپښین بېرته پیل شوه.

د ټاکنو د رایو په بیا شمېر او څېړنه کې د دواړو نوماندانو پنځه سوه نهه پنځوس استازي، درې سوه اوو تنه منځګړي داخلي څارونکي او دوه سوه دوه اتیا نړیوال څارونکي برخه لري.

د چارو د شنونکو له قوله د چان کېري په راتګ دې ډول پرېکړې د رایو ارزښت صفر ته راښکته کړ،چې اوس دواړه او نوماندان او دولتي مسوولین د رایو د بیا شمېر په پلمه د ولس غولونې یوه پروسه بر مخ بیايي.

د دواړو نومندانو ترمنځ په جوجاړي د دواړو نوماندانو پلویان غوسه ښکاري او ویلي يې دي چې دوی د ولس له رایو سره جفا کړې ده.

تېره ورځ هم په کابل کې افغان ملي غورځنګ په نوم یوې ټولنې چې ډېر غړي يې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلیوان دي اعتراضیه ناسته کړې وه او د دواړو نوماندانو له لوري يې په «سهامي شرکت» هوکړه له ولس سره جفا وبلله.

ویل کېږي چې د رایو د بیاشمېر په پایلو کې که هرڅوک ولسمشر شي، بل نوماند به یو د اجرایوي شورا په پوست کې مقررېږي چې وروسته به دغه پوست په صدارتي څوکۍ باندې واوړي.

د ورته پايلو اړوند نږدې میاشت وړاندې د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده له نن ټکی اسیا سره په خبرو کې ویلي و چې امریکا یو نوماند هم نه ناکاموي د دې لپاره چې دواړه خوښ وساتي دوی به د قانون خلاف صدارتي پوست زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x