نړۍ

فلسطین: اسرائیل یو ځل بیا پر غزه بمبار وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): نن د شپې ناوخته اسرائیلي الوتکو یو ځل بیا د فلسطین پر غزه ښار باندي بمبار پيل کړ.

د الجزیرې د خبریال د معلوماتو سره سم اسرائیلي یرغلګرو نن شپه ناوخته د غزه ښار په مختلفو برخو کې پر ځانګړو اهدافو باندي بمبار وکړ چې له امله یې تاسیساتو ته تاوانونه رسیدلي دي خو لا معلومه نه ده چې بشري زیان به اوښتی وي او کنه. خو ویل کیږي چې هدف ګرځېدليو ځایونو څخه یې اقلا ۳ ځایه د حماس عسکري څانګې کتایب القسام مرکزونه وو.

بلخوا د اسرائیل پوځ ویلي چې دغه بمبار یې د هغو سوځونکو بوغیو پر ضد کړی چې د غزه ښار څخه د اسرائیل پر لور ور خوشي کیږي او زیاته کړې چې د دوی پوځ د هر رنګه سیناریوګانو لپاره اماده دی، چې په هغه کې پر غزه باندي یو ځل بیا جګړه پیلول هم شامل دي.

بل خوا د حماس ډلې ویلي چې د اسرائیل نوی حکومت غواړي په دغه بمبار سره قوت څرګند کړي خو د جګړې څرنګوالی او نقشه به یې بیا هم د فلسطیني مقاومت په لاس کې وي.

اسرائیلي سرچینو ویلي چې د غزه ښار ته نیژدې د اسرائیل اړخ ته ۸ ځایونه اورونه لګېدلي وه چې د فلسطینیانو د خوشي شویو بوغیو له امله را منځته شوي او مسؤولیت یې هم حماس ډلې ته راجع کړی دی.

فلسطیني ځوانان د ګیس څخه ډکې بوغۍ د اسرائیل پر خوا ور خوشي کوي

باید وویل شي چې د تیري مئي میاشتې له ۱۰مې نیټې څخه بیا تر ۲۱مې نیټې پوري اسرائیلي ځواکونو پر غزه باندي مسلسل بمبار وکړ چې له امله یې په سلګونو فلسطینیانو ته مرګ ژوبه واوښتله او ډیری یې نور بې کوره شول، خو په مقابل کې د فلسطیني مقاومت مختلفو عسکري ډلو د اسرائیل پر لور په زرګونو میزایلونه وتوغول چې ځیني يې هدف ته ورسیدل او اسرائیل یې بالاخیره اوربند ته مجبور کړ.

د غزه د جګړې وروسته د اسرائیل پخوانی حکومت چې مشري يې بنیامین نتنیاهو کوله، ړنګ شو او پر ځای یې د مختلفو ګوندونو څخه جوړ ایتلافي حکومت را منځته شو.

د اسرائیل نوي حکومت ګواښ کړی چې دوی به تر پخوا د فلسطینیانو سره سخت چلند کوي او پر غزه به د پخوا په څیر شدید عملیات کوي که چیري فلسطیني مقاومت ګر د اسرائیل د سیاستونو خلاف څه اقدام وکړي او په مقابل کې يې د حماس ډلې او ورسره نورو جهادي ډلو ګواښ کړی چې د اسرائیل د هر قسم تیري جواب به په میزایلونو او مختلف قسم عملیاتو ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x