افغانستان

امریکا: اردوغان له بايډن سره هوکړه کړې چې د کابل هوایي ډګر امنیت به نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سلیوان» وایي، د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو تر منځ ناسته کې هوکړه شوې چې ترکیه به د کابل هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رهبري کوونکی رول لوبوي.

سلیوان په واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته وویل، چې د ناټو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د اردوغان او بایډن تر منځ د لیدنې په مهال ترکیې هوکړه کړې چې د کابل هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رول لوبوي؛ خو دده له قوله، له روسيې څخه د دفاعي سیسټم د اخیستلو موضوع لا هم د دواړو هیوادونو تر منځ ناحله پاتې ده.

دده په خبره «په ملاقات کې د دواړو لورو د ژمنتیا له مخې هوکړه وشوه، چې ترکیه به په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رهبري کوونکی رول لوبوي، او اوس موږ په دې برخه کې کار کوو، چې څنګه کولای شو، یاده هوکړه اجراء کړو.»

بايډن او اردوغان روانه اوونۍ په بروکسل کې د ناټو سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې ولیدل.

ددې ناستې جزئيات که څه هم رسنیز نشول؛ خو د ناستې تر پيلېدو وړاندې اردوغان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتووالی وښود.

اردوغان وویل، چې که د ناټو مالي او لوژستیکي ملاتړ دوام پیدا کړي، نو ترکیه چمتو ده د کابل هوايي ډګر امنیت خوندي کړي.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی، چې که ترکیه د دوحې له تړون سره سم خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي، نو د نورو «اشغالګرو» عسکرو په څېر چلند به ورسره وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

افغانانو او دافغان طالبانو له خوا د داسی فولادی ځواب ورکړل شی ترڅو دا کله خام تش په نوم مسلمان څو نسله خپلو اولادوته یی قیصی وکړی چی افغانان یعنی زمریان دخپل وطن دخپل دین او اسلام په خاطر هر بی ایمانه او رزیل ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولای شی

جلال

ان شاءالله و بعونه.

تور سپین

د بزى چه تر لکى لاندى ځاى خارش يا کا وکړي نو د چوپان ډوډۍ وخورى. او بل هوښيار سړى د مريض په تيلتک يا بړستن ننوزى. هوښيار اول نه غوزايږى چه بيا غوزار سى نو غبرګ غاښونه يى ووزى. نو اردوګان هم غواړى د چوپان ډوډى وخورى. دى فکر کوى چه دا هم د قطر او عربو مشکل دى يا دا ليبيا ده او يا هم عراق دى. سر خلاص که اردوګانه. دا د مغرورانو هديره ده. په افغانستان کى کيبابونه نه ويشل کيږى ولى افغانان خپل ځانونه تر خپلې ازادۍ کبابوى. الله دى عقل او هوش در کړى… نور لوستل »

جلال

ریښتیا وايی، خدای خو دا سړی ته عقل ورکړی چی ځان ته تاریخي غم او بدنامی جوړ نکړی. والله چی شل کاله کیږي چی دی سړی ته دعاګانی کوم، چی الله تعالی هغه او د هغه مسلمان ملک خراب نکړي. خو که زمونږ په هیواد کی د افغان مسلمان ملت د وینی او عزت پر سر تجارت او حرامزادګی شروع کړي، نو الله تعالی نه غواړو چی بیخ او بیناد يی خراب کړي. نو بلا شي د دی او د هغي د ترکیی په پس چی اوس د حرامخورانو او غلو زناکارانو دویمه کور جور شيوي دي. اللهم اکفنیهم بما… نور لوستل »

داکتر جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
الله سبحانه و تعالى د هر چا كمر مات كړي چی زمونږ په زوریدلی هیواد کی د تجاوز و رذالت نیت ولري. اللهم انا نجعلک في نحورهم و نعوذبک من شرورهم، اللهم اکفنیهم بماشئت. حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر

الحاج استاذ بیانزی

د اردغان بادار چه د کابل امنیت ساتنی ته مجاهدینو پری نه شود نو غلام اردوغان به خپلو متیازو کولو د پاره هم کابل کی پری نه ږدی مګر هغه چه په خپلو وینو کی ولمبیږی . تاسی پورته تصویر کی وګوری چه دی څومره د امریکا غلامی کوی ، اردګان ته یی بادار قومانده ورکوی چه د کابل امنیت ساتنی د پاره یی یرغمل کابل کی پریږدی چه په دی واسطه د کابل غلامه اداره د زړه له حملی یا دماغی سکتی وساتی هغه بیچاره خو د معدی سرطان هم لری مګر تصویر کی وګوری هغه بایدن ته ننواتی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x