روغتیانړۍ

افغانستان کې د امريکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د امريکا سفارت وايي چې ۱۱۴ کارکوونکي يې په کرونا اخته شوي، او د جدي څارنې برخې ICU بسترونه يې ډک شوي دي.

د امريکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې ددوی ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا اخته شوي، يو مړ شوی او ګڼ شمېر نور په آی سي يو واټ کې تر جدي روغتيايي څارنې لاندې دي.

دغه اعلاميه چې د «سمدستي کوويډ-۱۹ قرنطين» په نامه خپره شوې زياتوي، په افغانستان کې د امريکا سفارت د کرونا ناروغانو شمېر تر جدي اندازې هم زيات شوی چې په روغتون کې بسترونه ډک شوي او ددې لپاره به يو بل عارضي روغتون چمتو کړي.

د سفارت اعلاميه زياتوي، ۹۵ سلنه مثبتې پېښې په هغو کسانو کې دي چې يا نه دي واکسين شوي يا هم يو دوز واکسين شوي دي.

بايد وويل شي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په افغانستان کې د کرونا دريمه څپه خطرناک اوج ته رسېدلې ده، چې هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ کسان په کرونا اخته کيږي او شاوخوا ۱۰۰ ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د زياتو مثبتو پېښو له کبله د هېواد په يو شمېر روغتونونو کې د بسترونو، اکسيجن او نورو روغتيايي وسايطو کمښت ناروغان له سخت حالت سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

شکر یا الله ته یی دسپګو په مرض اخته کړی یا الله ته یی په یوه داسی ناعلاجه مرض اخته کړی چی کرونا یی هیره شی او زموږ دخلکو درد او رنج ټول دوی ته ورولی آمین

الحاج استاذ بیانزی

فوځی امریکا یان ووتل د سفارت غړی به د طالبانو له ویری کله قبض او کله اسهالیږی پړه یی په کرونا اچوی چه ۱۱۴ امریکایان په سفارت کی په کرونا اخته شوی

عبدالرقیب

دا لکه چي د ترجمانانو ازار ووهله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x