افغانستان

کابل حکومت له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار له قزاقي چارواکو سره په لیدنه کې د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړی.

د ملي امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په دروان کې د یاد هیواد د دفاع چارو له وزیر «نورلان یرمک بایوف» سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.»

کابل حکومت او قزاقستان داسې مهال د نظامي همکاریو تړون لاسلیکوي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.

امریکا وایي، د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د کابل حکومت له عسکرو سره مرستې روانې ساتي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د قزا قستان حکومت دومره احمق دی چه د بی ثباتی اداری سره نظامی تړون لاسلیک کوی احتمالا د پناه اخستلو دپاره یی ورسره د څه شرایطو او څه په منلو او څه

Spoiler

عبدالرقیب

پښتو متل دی وای د سپو د نیستي مو چغالان تناو کړي دي

عظيمی

بیانزی صاحب داسي نه ده اوس کابل او د ولایتو مرکزونه په سپوو ډک دي۔ اصلی حقیقت داسی دی دا خلګ ځان زمریان وایی چه ورته ووایی چه د زمری په شان يو غړومب ووهه ۔ چه غوږ ورته ونیسی چه یا انګولی يا غپ غپ کوی۔ او غاپی ۔ دا کوڅه ډبه سپیان دی۔

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x