ورزش

د ټیسټ اتلولۍ پایلوبه نن د هندوستان او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په ۲۰۱۹م کال کې د ټیسټ اتلولۍ لړۍ پېل شوه چې پایلوبه یې د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې ټاکل شوې وه.

په یاده لړۍ کې ټولې هغه ټیسټ لوبډلې شاملې وې چې له پخوا یې د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب درلود، دغه لوبې د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ له ټیسټ سیالۍ پېل شوې، چې د دوه کالو لوبو وروسته د هندوستان او نیوزیلاند لوبډلو په زیاتو نمرو اخیستلو پایلوبې ته لار وموندله.

په دغه ټیسټ اتلولۍ کې د انګلستان، استرالیا، هندوستان، پاکستان، سویلي افریقا، نیوزیلاند، سریلانکا، ویسټ انډيز او بنګلدیش لوبډلو ګډون درلود، افغانستان چې په ۲۰۱۸م کال کې د ټیسټ غړیتوب ترلاسه کړی د یادو سیالیو برخه نه و. افغانستان او ایرلینډ به د راتلونکې ټیسټ اتلولۍ برخه وي.

د ټیسټ اتلولي پایلوبه به د هندوستان او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ نن جمعه د ماسپښین په ۲:۰۰ بجې د انګلستان په لارډز لوبغالي کې پېل شي.

هند لوبډلې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبې لپاره خپله ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې په لاندې ډول ده:

ویرات کوهلي، روهیت شرما، شوبمان ګیل، چیتشور پوجارا، اجینکی رهانی، ریشاب پانت، رویندرا جدیجا، روي چندن اشوین، جاسپریت بومرا، ایشانت شرما او محمد شامي.

د ټیسټ اتلولۍ جدول کې لومړی مقام هند لوبډلې خپل کړی چې د ۶ سیریزونو په ۱۲ لوبو کې بریا او ۴ کې ماتې خوړلې ده، دغه راز نیوزیلاند پنځه سیریزونه ترسره کړي چې په ۷ لوبو کې بریا او په ۴ کې ماتې خوړلې ده.

اوسمهال د نړیوالې شورا په ټیسټ درجه بندۍ کې نیوزیلاند لومړی او هندوستان دوهم مقام لري، چې د دواړو ترمنځ پایلوبه به تر ډیره جالبه وي.

د یادونې ده چې د «ټیسټ اتلولۍ» موخه ټیسټ لوبو ته د اهمیت ورکولو او د یو ورځني او شل اوریزو نړیوال جام په څېر یو نوی پړاو پېل کول دي چې د سترو لوبډلو په غوښتنه پېل شوی دی، ددې سیالیو دوهم پړاو به سږکال پېل کیږي او پایلوبه به یې په ۲۰۲۳م کال کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x