
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په پلازمینه کابل کې یې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی شوی څلورم روغتون چمتو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکتر وحید مجروح د کرونا ناروغانو د لاسرسي په پارد روغتونونو پرانېسته یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې یاد روغتون په کرونا ویرو د اخته کسانو ډیرېدو ته په پام سره چمتو شوی دی.
دا روغتون د احمد شاه بابا مینې په ساحه کې د «افغان – اندونیزیا ملګرتیا» په نوم پرانېستل شوی، چې د بیړنۍ څانګې په درلودلو سره د پنځوس بسترونو ظرفیت لري او د اکسیجن د تولید دستګاه او د اړتیا وړ روغتیایي تجهیزاتو باندې سمبال دی.
له دې هاخوا په کابل کې درې نور روغتونونه (افغان جاپان، محمد علي جناح او قصبي روغتونونه) د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي دي، خو ددې سربېره هم په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کولو لپاره ځای نه موندل کیږي، او نږدې ټول یې د طبي تجهیزاتو او اکسیجن له جدي کمښت سره مخ دي.
بل لوري ته په پکتیا ولایت کې هم د کوويډ-۱۹ ناروغانو لپاره په روغتیایي وسایطو سمبال ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، روغتون د بيړنۍ څانګې، عملیات خونې، د جدي مراقبت څانګې، او پی ډي څانګې، ایکسری څانګې، درملتون او د وينې بانک درلوندکی دی. همدارنګه په دې روغتون کې د انتظار خونه، د ډاکټرانو او نرسانو خونې، اداري څانګه او پخلنځی هم په نظر کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ناروغانو شمېر تر هر وخت ډیر دی او د مړینې شمېر یې خطرناکې اندازې ته رسېدلی چې په دې تړاو د روغتیا وزارت سخته اندېښنه ښودلې او له خلکو یې غوښتي چې د یروس خپروي په مخنیوي کې مرسته وکړي او د بهر ګرځېدو پر ځای په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ماشاءالله ښه خبر. کاش چی ویجاړ نشی او په ښه طریقه ورڅخه استفاده وشی. کله به می هیر شی د لوګر د ازرې صحی مرکز چی د موټر بمب په وسیله دړې وړی شو هم داکټر، مریض او حتی پیوازان پکی شهیدان شول او بیا تر اوسه هغه کلینک په اساسی توګه جوړ نشو. همداسی د زابل شفاخانه چی سږ کال پری جهاد وشو او ټوله ویجاړه شوه. د عامه تاسیساتو ویجاړول د اسلام څخه لری کار دی او هر څوک چی عامه تاسیسات ویجاړه وی هغه نه مسلمان دی او نه هم افغان. د سیاسی او شخصی ګټو لپاره… نور لوستل »